ټکنالوژي

داسې ځانګړی موبایل چمتو شوی چې له ناوړه عکسونو اخیستلو انکار کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): په نړۍ کې د ځیرک موبایلونو زیات استعمال ددې لامل شوی چې په ټوله نړۍ کې ناوړه او لوڅ عکسونه اخیستل، ناوړه ویدیوګانې خپرول او بېلا بېل ستونزې عادي ګرځېدلي دي.

په هر صورت، اوس داسې یو ځانګړی ځیرک موبایل وړاندې شوی چې هدف یې ځوانانو کې د ناوړه کارونو کولو مخنیوی دی.

د جاپان ټونی Tone شرکت د E20 په نوم داسې ځانګړی ځیرک موبایل وړاندې کړی چې په کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ناوړه، لوڅ یا بربنډ عکسونو اخیستلو څخه انکار کوي.

Tone e20

دغه ټکنالوژي ناوړه او لوڅ عکسونه نیسي او بیا یې بلاک کوي، همدارنګه والدینو ته پیکسلیټ هغه مهال استوي چې ددوی ماشومان ناوړه عکسونه او سیلفیان واخلي.

دا ځیرک موبایل د ځوانانو په ذهن کې چمتو شوی، کوم کې چې د والدینو لپاره د خوندیتوب ځانګړتیاوې ورکړل شوي دي.

د یاد شرکت په وینا، ددغه موبایل په کامره کې داسې ټکنالوژي کارول شوې کومه چې د خواله رسنیو لخوا د ناوړه او لوڅ عکسونو د مخنیوي لپاره کارول کیږي.

د ټونی شرکت په وینا ددغې موبایل هدف په ماشومانو او ځوانانو کې د بربنډو عکسونو اخیستلو مخنیوی دی، ځکه چې دا په راتلونکې کې ددوی لپاره ګواښونکي جوړیږي.

Tone e20

په دې موبایل کې د خوندیتوب داسې ځانګړتیاوې شتون لري چې والدین د خپلو ماشومانو په ساتنه کې مرسته کوي.

دغه ټکنالوژي کاریالونه، ویبپاڼې او د اصلي نړۍ شاوخوا چاپيریال څارنه هم کوي، که د ماشوما په چلند کې بدلون راشي سمدلاسه یې والدینو ته خبر ورکوي.

د E20 موبایل ځانګړتیاوې او بیه

دغه ځیرک موبایل ۶.۲۶ انچه ډیسپلی لري، د اندراید ۹ چلوونکی سیستم لري او شا خوا ته یې درې کامرې ورکول شوي دي.

دغه راز د ۶۴ جي بي داخلي حافظه لري، ۲ جي بي د هرټز اوکټا کور پراسیسر لري او ۳۹۰۰ ملي امپيره بیترۍ لري.

د اي ۲۰ موبایل تر دې مهاله یوازې په جاپان کې موندل کیږي او بیه یې (۱۸۰) امریکایي ډالره ایښودل شوې ده.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۴م کال د سروی له مخې په امریکا کې ۵۰سلنه ماشومانو ناوړه یا لوڅ عکسونه او ویدیوګانې د موبایل له لارې استولي، په ورته وخت کې د یوې بلې سروی له مخې ۸۹سلنه ښځو لوڅ او بربنډ عکسونه اخیستي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close