لیکنېنظــر

د سولې یوہ بله ورځ مو مبارک شه!

حفيظ الدين پيرزاده

پرون یو ځوان زما د یوې لیکنې په ځواب کې لیکلي و: سمه دہ، اشغال به پسې واخلو، ھیواد به آزاد شي خو څه به خورو؟ اقتصاد به مو څنگه کیږ‎ي؟ موږ‎ په وچه کې ایسار ولس یو چې شاوخوا مو حریصو گاونډیانو نیولې!

ما ځوان ته ځواب ور نکړ‎ خو دا رنگ استدلال یې ماته ھغه امریکایي سیاح را په زړ‎ہ کړ‎ چې په ھند کې د تاج محل ماڼۍ ته گوته په غاښ، حیران ولاړ‎ و!

چا ترې پوښتنه کړ‎ې وہ: د مغولو د وخت د معمارۍ شاھکار دې لکه چې ډیر خوښ شو؟!

ھغه ورته ویلي و: ھو بیشکه چې تاج محل ډیر ښکلی او بې جوړ‎ې دی خو زہ یې د معمارۍ شاھکار ته حیران نه یم!

زما د حیرانتیا اصلي لامل دا دی چې دا دومرہ عظیمه الشانه ماڼۍ یې بې د امریکې له مرستې څرنگ جوړ‎ہ کړ‎ې؟!!

د استعمار تر ټولو ستر ضرر دا نه دی چې له خپلې مستعمرې څخه طبیعي زیرمي، خام مواد او نور غلا کوي، دا ھم نه دی چې افرادي قوت یې د ځان په گټه کاروي بلکې دا دی چې ځوان نسل یې په داسې یوہ روحیه را لویوي چې بیا ځان ورته د ھیچا زوی ھم نه ښکاري، بیا فکر کوي که ولي النعمة ( استعمار گر ) یې نه وي نو د ھیواد اقتصاد به یې څرنگ پر مخ ځي؟! که د استعمار پیسې نه وي، څه به خوري؟!

زہ دا نه وایم ځوانان دې د خپل ھیواد په راتلونکي کې فکر نه کوي بلکې دا د ځوانانو مسولیت دی چې د خپل ولس د ښه راتلونکي لپارہ یې اقتصادي، روغتیایي، کرھڼیز او نور پلانونه د عصر او تخنیک په ترازو کې و تلي او خپلې ټولنې ته یې وړ‎اندې کړ‎ي!

خو ھغه ملگري دې پخپل ایمان و ویریږ‎ي چې داسې عقیدہ لري که اشغال ختم شي او امریکا نه وي، نو موږ‎ به څه خورو؟!

اقتصاد به مو څوک را رغوي؟!

داسې عقیدہ لرل صریح شرک دی او الله عزوجل نور ټول گناھونه بښي خو شرک نه!

اوس ھغه د موسی علیه السلام د وخت شرک چې یو چا به خوسکی جوړ‎ کړ‎ او خلکو به یې عبادت کاوہ یا د پیغمبر علیه السلام د زمانې لات، منات او نور بتان نشته چې سړ‎ی یې پر عبادت مشرک شي!

اوس شرک ھم په ډیرو پردو کې نغښتی داسې مخې ته راځي چې پیژندل یې گران دي!

راځئ! په ځینو مسایلو کې له احتیاط څخه کار واخلو؛ ھسې نه له ټولو لمونځونو، عباداتو او زحماتو سرہ سرہ مشرکین له دنیا لاړ‎ شو!!

ما په دنیا کې شراب نه څکل د جنت په تمه
چا زنکدن کې راته وویل، دوزخ ته به ځې

أَشْهَدُ أَنَّ لاَ إِلٰهَ إِلاَّ الله وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ

نوټ: زہ وھابي نه یم
_________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۲۳/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویډن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

مننه پيرزاده صاحب
دا نوټ مو خوندور وو ځکه ضرورت يې ما په ليکنه کې حس کړ،، هههه

الحاج استاذ بیانزی

پیرزاده سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی! ډیر ښکلی موضع ته مو ګوټه نیولی ، له یو باوری ورور راته ستاسی په اړه یو ډول معلومات او بل باوړی ورور راته بل ډول معلومات راکړو. ستاسی له پورته لیکنی می ستاسی اصلی کیفیفت تر لاسه کؤو. روزی رسان خالق لایزال دی که څوک دا عقیده ولری چه روسان یا امریکایان نه وی مونږ به له لوږی ومرو دا روسانو او امریکایانو ته د خدایی مقام ورکول دی . هغه کسان چه دا ډول ګډی ودی وایی هغوی عقیدوی ستونزی هم لری . تاسی یی په اړه ډیر ښکلی مثال راوړی… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه،
پیر زاده ته،
له مسلمان ملک څخه تیښته .کافر زندیق ملک ته پناه وروړل څه حکم دی؟
په اسلامی ملک پاکستان.عربستان.دوبی کی رزق نه وه؟
نو تا ولی له ټولو اسلامی ملکونو څخه تیر، نیغ په نیغه سویډن ته ځان ورسوه؟
سویډن ملک کی رزق وه ،په نورو اسلامی ملک کی نه وه؟
بل دا چه د ګیری او بریتونو خرییل ،له ځان څخه اجړا جوړول څه حکم دی؟

مجاهد

پیرزاده جانه الله دی درسره شه وکړی ستاسی لیکنه می خوښه شوه خو ستاسی د لیکنی د عنوان [ شرک؛ د سولې یوہ بله ورځ مو مبارک شه!]
دا (( شرک! )) بیا څه معنی لری دغلطی له مخی اضافه لیکل شوی او که کوم ځای یا معنی لری ؟

A saeed

مننه

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx