افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ځانګړی راپور: له اورکم سره د ډېری افغانانو هيلې راژوندۍ شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): له تېرو دوو ورځو راهيسې د امريکا او طالبانو ترمنځ د اورکم لړۍ د يوې اونۍ لپاره پيل شوې، تر اوسه په کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې او ډېری افغانان په ګڼو سيمو او ټولنيزو شبکو کې د جګړې شدت کمولو خوښي نمانځي او هيله لري، چې دا اورکم دې په اوربند او تلپاتې سولې بدل شي.

د ننګرهار خېوې ولسوالۍ يوې اتيا کلنې مېرمن جنت بي بي الجزيرې انګليسي تلويزون ته وويل، چې د دولتي پوليسو په ليکه کې يې يو زوی او دوه لمسيان له لاسه ورکړي، اوس يې د کورنۍ غړي او لمسيان په خیراتونو پايي، خو کله، يې چې له خپل ګاونډي د اورکم او سولې اړوند خبرونه اورېدلي، ډېره خوشحاله شوې ده.

جنت بي بي وايي، د دې جګړې له امله يې ډېر زيان او غمونه ليدلي، د يوې اونۍ جګړې شدت کمولو ته خوښي کوي او هيله لري، چې دا اورکم دې په اوربند او تلپاتې سولې بدل شي.

په ګڼو سيمو کې د اورکم نمانځغونډې

د پلازمېنې کابل سربېره په ننګرهار، لوګر، کندهار او ګڼو نورو سيمو کې د جګړې شدت کمولو او سولې په ملاتړ ولسي غونډې شوي.

نن هم د کابل ښار په ختيځ يکه توت سيمه کې د ژوندون ټلويزون په انګړ کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او سولې په ملاتړ غونډه رابلل شوې وه، چې د يو شمېر پوهانو، استادانو، مدني فعالانو او ځوانانو سربېره ګڼ شمېر ولسي خلکو هم په کې ګډون کړی و.

همدارنګه د افغانستان د ديني علماوو د تنسیق ټولنې هم ويلي، چې بله ورځ يعنې سه شنبه په کابل ښار کې د سولې په ملاتړ پراخه ولسي غونډه رابلي.

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې هم د ځينو ګواښونو سربېره ګڼ شمېر ځوانان بازارونو ته راوتلي وو، د اورکم اونۍ يې په ډولونو، اتڼ او د ګلونو په پاشلو ونمانځله او د تلپاتې سولې او ثبات غوښتنه يې وکړه.

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي سراج پښتون الجزيرې تلويزون ته وويل، په تېرو څو کلونو کې ډېری افغانانو د خپلو کورنيو ګڼ شمېر غړي په دغه جګړه کې له لاسه ورکړي، زموږ په شاوخوا کليو او کورنيو کې ډېری بې سرپرسته يتميان شته او دا ټولو ته روښانه ده، چې دې جګړې موږ څومره اغېزمن کړي يوو.

د کابل ښار عام اوسېدونکي هم روان اورکم ته خوشبينه دي او د تلپاتې سولې غوښتونکي دي، خو ځينې يې لا هم اندېښمن دي.

د کابل ښار اوسېدونکي همايون ويلي، چې دی لا هم اندېښمن دی او باور نه شي کولی، چې ټول لوري دې د جګړې شدت کمولو هوکړې ته ژمن پاتې شي.

نوموړی وايي، که د اورکم اونۍ بريالۍ شي، اوربند او تلپاتې سولې ته ورسيږو، نو افغانستان به د پرمختګ پر لور مزل وکړي، جګړه به پای ته ورسيږي، اجتماعي ژوند به غښتلی شي، د کليوالو او ښاري سيمو اړيکې به جوړې شي.

که سوله وشي

د ټولنيزو شبکو ډېری فعالان له يوه بله پوښتنه کوي، که سوله وشي څه ارمان لري او هر يو يې د خپلو هيلو سره سم ځواب وايي.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو کارپوه داکټر فیض محمد ځلاند وايي، که سوله وشي د يوې مياشتې لپاره بدخشان ته ځي، هلته خيمه وهي او په ارامه فضا کې مطالعه کوي.

د ټولنيزو شبکو بل فعال او ديني عالم حامد افغان ويلي، که سوله وشي، نو په يوه مرکزي مدرسه کې به د تدريس دنده غوره کړي.

ځينو نورو فعالانو ويلي، د سولې په راتلو به هغو سيمو ته په چکر ولاړ شي، چې تر اوسه د بمباريو، جګړو او ناامنيو له امله نه شي ورتلی.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند جان اقا نويد هم ويلي، سوداګر او پانګوال هم د نورو افغانانو په څېر اورکم هيله من کړي او که تلپاتې سوله راشي، سوداګر به په هېواد کې پانګونې زياتې کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې د سولې راتلو اړوند هشتاګ ډېر چليږي او د پخوا پر خلاف د افغانستان د ټولو ولايتونو سربېره د ټولنيزو شبکو فضا هم له سوله ييزو پوسټونو او بحثونو ډکه ده.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close