کرونا ویروس: پاکستان او ترکیې هم له ایران سره پولي تړلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې په ایران کې د کرونا ویروس په پراخه کچه خپور شو، پاکستان او ترکیې هم له دغه هېواد سره خپلې پولې تړلې دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي، حکومت د کرونا ویروس په اړه خبردار دی او پریکړه یې کړې چې د بلوچستان له سرحدي سیمو به هیڅوک ایران ته نه داخلیږي.

د نوموړي د وینا سره سم هغه پاکستانیان چې په ایران کې دي په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې روانې دي، خو اوسمهال یې په ایران کې د پاتې کېدو پریکړه شوې ده.

د لیاقت شاهواني په وینا اوسمهال د ایران سره په سرحدي پوله تفتان سیمه کې له ایران څخه ورغلي ۸۹ پاکستانیان به بیرته کویټې ته له بشپړو معاینو او څیړنو وروسته ولیږول شي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د ایران سره سرحدي پولي ته یې ۱۰۰ بستریز وړونکی موبایلي روغتون او ۱۰۰۰ ماسکونه رسولي تر څو له ایران څخه د تلونکي کسانو له بستریدو وروسته بشپړ څیړنه وکړي.

بل لوري ته ترکیې هم د ایران سره سرحدي پوله تړلې، د ترکیې د روغتیا وزیر فخر الدین قوجه د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې ټولې لویې لارې او د اورګاډي لارې یې تړلي، او د دواړو هېوادونو څخه تلونکې او راتلونکې الوتنې یې ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې چې ایران کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۵ نوې پېښې ثبت شوي او له کبله یې ۳ کسان وژل شوي، په دې سره ټولې پېښې ۴۳ او د مړو شمېر ۸ تنو ته رسیدلی دی.

د کرونا ویروس پراختیا د مخنیوي لپاره افغانستان هم له ایران سره د تګ راتګ ځمکینۍ او هوایي لارې تړلي دي، او له ایران څخه یې غوښتي تر څو د افغان مهاجرینو جبري ایستلو بهیر ودروي.

پرون د یکشنبې په ورځ د فروري په ۲۳مه نیټه د افغانستان عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د درې مشکوکو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی و.

ایران کې د کرونا ویروس بې ساري خپریدو له کبله د ایران په مرکز تهران، البرز، قزوین، مرکزي، قم، همدان، اصفهان، ګیلان او مزندران کې مکتبونه د دوه ورځو لپاره او پوهنتونونه د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي.

د ایران ولسمشر ایت الله علي خامنه یي د جمعې په ورځ ادعا کړې وه چې د تهران دښمنان بې اعتمادي خپروي او په پارلماني ټاکنو کې د رایې د کم شمیرې لپاره د لویدیځ ویره راپاروي.

د ایران په هوایي ډګر کې شاوخوا هر دریم مسافر چې له هېواده وځي ماسکونه اغوستي وي، مګر د خلکو د کنترول او د معاینې لپاره ځانګړی کنترول شتون نه لري، مګر عراق، ترکیې، اوردن او پاکستان ایران سره هم پولي تړلي او یا خو اضافي روغتیایي تحویلوي.

باید وویل شي چې په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس څخه لومړۍ مړینه تیره چهارشنبه د ایران په قم ښار کې رامنځته شوه، دغه کس یو ایرانی سوداګر و چې چین ته یې ډیر سفرونه درلودل.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close