غني او خلیلزاد د سولې پروسې په راتلونکو ګامونو خبرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سرع د اورکم د اوونۍ په اړه بحث کړی او د سولې په راتلونکو ګامونو یې ورسره خبرې کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «په دغه کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي اوونۍ د پیل او په تېرو دوو ورځو کې د دغه بهیر د ارزونې او سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

خلیلزاد داسې مهال له غني سره د سولې پروسې په وروستیو ګامونو خبرې کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق لاسلیک ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او داسې تمې شته، چې ښایي د دواړو لورو تر منځ د توافقنامې له امضاء کېدو وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

ارګ لا هم نه دی توانېدلی د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو همه شموله پلاوی وټاکي او د سیاسیونو اجماع په ځان راټوله کړي.

بل لور ته په هیواد کې د وروستیو پایلو د اعلان له امله، سیاسي وضعیت کړکېچن شوی، عبدالله عبدالله د موازي حکومت اعلان کړی او د ځینو ولایتونو لپاره یې والیان هم ګمارلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close