افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: سیاسي او نظامي ځواک مو متحد دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، مقابل اړخ یې په بیا، بیا هڅه کړې، د دوی وحدت له منځه یوسي؛ خو په خبره یې، دې هڅو نتیجه نه ده ورکړې او د طالبانو سیاسي او نظامي ځواک سره متحد پاتې شوی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې تبصره» تر سرلیک لاندې خپره شوې تبصره کاږي « د اشغال له پيله دښمن د اسلامي امارت د مثالي وحدت د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې هڅې وکړې، خو د الله تعالی په فضل دې هڅو نه یوازې د اسلامي امارت وحدت ته زیان ونه رساوه؛ بلکې نور یې هم مجاهدين يووالي او وحدت ته ځير او وهڅول.»

تبصره وړاندې زیاتوي « اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې د ۱۹کلن مقاومت پرمهال دا ثابته کړه چې متحد دي، د اسلامي امارت مشران په ټولو افراد کنټرول لري او افراد ټول اجرآت د يوې قوماندې لاندې ترسره کوي.»

د طالبانو په خبره، له هغه وخته چې دوی سیاسي هلې ځلې پیل کړې، رسنیو ورپسې تبلیغ کړی، چې طالبان په خپلو جنګیالیو کنټرول نه لري « له کومې ورځې چې اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې د نظامي مقاومت سره سره سياسي هلې ځلې پيل کړي دي؛ دښمن د رسنيو له لارې تبلیغات شروع کړي وو چې ګویا د امارت مشران پر خپلو افرادو بشپړ کنټرول نه لري، دغه راز دښمن هڅه وکړه، چې افغانستان کې له امارت پرته مختلفې نورې ډلې فعالې وښیي، ترڅو د طالبانو ځواک تر پوښتنې لاندې راولي او امريکايانو ته ثابته کړي چې که له امارت سره تړون لاسليک هم کړي هغوی خپلې کړې ژمنې نه شي پوره کولی؛ خو اسلامي امارت په خورا تدبير او ځیرکتيا سره د دښمن دسیسې شنډې او ملت او نړۍ ته څرګنده کړه چې دا يوازې پروپاګند دی او حقيقت نه لري.»

طالبانو د «اورکم» روان پړاو د بېلګې په توګه راوړی، چې ددوی په خبره، دوې ورځې یې تېرې شوې مګر طالبانو یې اصول په بشپړ ډول رعایت کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

الله ج
مو مل شه

Back to top button
Close
Close