نړۍ

مولنا فضل الرحمن له سعودي او لیبیا څخه ډالر اخلي (جنرل پاشا)

gilani_and_general_pasha(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۴)اسلام اباد: دمولانا فضل الرحمن ورور مولانا عطاءالرحمن هغه وخت چوپ پاته شو کله چي دپاکستان دڅارګری اداري مشر جنرل شجاع پاشا واوریدونکو ته حیرانونکي مالومات ورکړه نوموړي زیاته کړه چي مولانا فضل الرحمن له سعودي او لیبیا څخه ډالري اخلي، کله چي پاشاه دغه خبره وکړه ټولو برخه والو په زور سره میزونه وټکول اوناري یی کړی.

 

سرچینی وایی چي د جنرل شجاع پاشاه له لوري وغوڼدي ته دوینا پرمهال دمولانا فضل الرحمن ورور مولانا عطاءالرحمن له جنرل شجاع پاشاه څخه تفوس وکړ، فوج ته مالومه ده چي مونږ مسلمانان یو خوبیا هم عملیات کوي، نوموړي زیاته کړه اسامه بن لادن یو وخت کی قهرمان او داسلام ستر مجاهد وو اونن بیا ویره اچونکی شو، عطاءالرحمن وویل فوځ دخپل بادار امریکا په اشاره سره دپارلمان خواته مخه کړه، چي وروسته جنرل شجاع پاشا وویل دمجاهدونو په تاریخ پسي به نه ځو که داخبره منځ ته راولویده بیا به مسئله ډیره اوږده شي.

نوموړی وعطاءالرحمن ته په اشاره کولو سره وویل له سعودي عرب اولیبیا څخه ډالري څوک اخلي چي په دغه خبره باندي یو ځل بیا دغونډي برخه والو میزونو ته سوکان کش کړه او ښه یی ودربول، چي وروسته مولانا عطاء الرحمن دڅو شیبو لپاره له غونډي څخه ووتي خو وروسته له لسو دقیقو څخه نوموړي بیرته غونډي ته راغی،

دغونډي برخه والو له غونډي څخه وروسته خبري رسنیو ته وویل، چي دجنرل شجاع پاشاه وینا عاجزانه وه، خو کله ګله به یی په خپلو خبرو ګیله غوندي وکړه نوموړي زیاته کړه قومونه دمشکل په وخت کی دیو والي مظاهره کوي خو زمونږ دپارلمان غړو په دي مشکل وخت دپاکستان داردو نیمګړتیاوي په نښه کوي او دفوځ پرکارکردګي باندي نیوکي وي، جنرل پاشاه دخپلو خبرو پرمهال وویل په امریکا کی د ۹/۱۱ واقعه رامنځ ته شوه اولس پرځای ددی چي دفوځ او څارګري اداري نیمګړتیاوي په نښه کړي له فوځ سره ودریدل او همدارنګه سیاستمدرانو پرځاي ددي چي درامنځ شوی پیښي په ترڅ کي سیاست وکړي په هیواد کي یی دادارو په ټینګولو کي له فوځ سره مرسته وکړه.

نوموړي همدارنګه دممبي وبریدونو ته په اشاره کولو سره وویل، دممبئ له بریدونو څخه وروسته هندوستان پرځاي ددی چي یو پربل باندي نیوکي وکړي دادارو په مظبوطه کولو کي یی یوله بل سره مرسته وکړه، خو په پاکستان کي وضعیت بل رنګه دي دبهرنئ میډیا له لوري پاک فوج یرغمال شوی دي خو زمونږ سیاستمداران یی تماشه کوي.

شنونکي وایی جنرل شجاع پاشاه دغونډي وبرخه والو کومه نوی خبره ندي کړي، ټولي هغه خبري چي مخکي لا دخبري رسنیو له لاري اوریدل شوی وي نوموړي په دغه غونډه کي تکرار کړی، دغونډی پرمهال دپاکستان دمسلیم لیګ (ن) دپارلمان دځینو غړو دسوال کولو لهجه لږڅه سخته وه، خو جنرل پاشا وټولو سوالونو ته په ډاډ اواطمنان سره جوابونه وویل، دیوه سوال په ځواب کي نوموړي زیاته کړه بهرنیانو دفوځ اوپاکستان اولس دجلاوالي لپاره ستره لوبه پیل کړی ده، خو ځیني کورني سیاستمدارانو هم فوځ ترنیوکو لاندي راوستلی دي، کچیري دا ګوت نیوني همدارنګه دوام ومومي هیواد په دیو غټ بهران په غیږ کي راګیر شي.

بخت الرحمن بخت ……………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x