بلخ: ۹۰ دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د افغانستان په اړه د طالبانو او امريکا خبرې يوې پايلې ته نژدې کېدونکې دي، ډلې ډلې دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر کيږي او طالبانو سره يو ځای کيږي.

څو شيبې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بلخ ولايت په چهاربولک، زارع، خاص بلخ، شولګر او کلدار ولسواليو کې د ۹۰ دولتي عسکرو له طالبانو سره د يو ځای کېدو خبر ورکړ.

مجاهد وايي چې په دغو کسانو کې پوليس او دولتي عسکر شامل دي او په وينا يې چې د حقايقو په درک کولو سره يې له خپلو دندو لاس واخيست او عادي ژوند ته يې مخه کړه.

تر اوسه د بلخ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو ويلي وو چې د روان زیږدیز کال په لومړۍ مياشت کې نژدې ۱۰۰۰ دولتي عسکر ورسره يو ځای شوي دي.

د طالبانو د جلب او جذب کميسيون په دې کار کوي چې د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې دولتي عسکر د طالبانو په وړاندې له جګړې کولو راوګرځوي او خپل عادي ژوند ته يې سوق کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close