سوله څه ده؟/ احسان الله سباوون

احسان الله سباوون

سوله ژوند دی
د مینو زړونو غږ دی
د سپین غر په شنه لمن کې
د نښتر سیوري ته ناست وي
پرخه پرخه باران اوري
الوتکې وي خاموشه
د بمبار غږونه نه وي
دوه مین سره غږیږي
د خوښۍ سندرې وايي

سوله څه ده؟
یو د کونډې ناوې خوب دی
خپل لالی په خوب کې ویني
د جګړې پر لومړۍ کرښه
د مېړانې دنګ منار وي
پر دښمن یې هیبت پرېوځي
د دښمن صفونه مات شي
د بري نغاره وشي
پر سپین اس باندې را سپور وي
د بري خول یې پر سر وی
د کلي ماشومان یې
ناوکۍ ته زېري راوړي
بس همدغه يې تعبیردی
د شهید لالي په وینو
دې وطن ته سوله راشي

سوله څه ده؟
د یتیم بچی ارمان دی
محروم کړی دې جګړې دی
د بابا له ستر نعمته
د جګړې نه ګېله من دی
د جګړې نه مرور دی
په ملا مات دی نیم وجود دی
د خپل پلار انځور ته ګوري
او له خدایه سوله غواړي

سوله څه ده؟
د یوې بورې مور دعا ده
بېګانه وحشي لښکرو
یې زلمی زوی شهید کړی
په پنځه وخته لمانځه کې
لپه کړي یې لاسونه
د اسمان لورې ته ګوري
غریو نېولې شي، سلګۍ شي
له خپل خدایه دعا غواړي
ستر څښتن ته په زارو وي
لویه خدایه!
لویه خدایه!
دې وطن ته سوله راوړې
دې وطن ته امن راکړې

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close