د سولې ادبیاتشعـــــرونه

نظم/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

افغانه زیري در کوم د خپلواکۍ
رادرومي به ژر زمونږه ورکه ازادۍ

د کوه قاف څه یې راوړي
زلمو سپین شال پر غوړولي
ورته ډالۍ مو کړي چنارچنار ځوانۍ

ورته ولاړ قطار قطار یو
ټوله ولس سترګي په لار یو
هله را درومه نازولي ناوکۍ

باګرام چي ټول ټوټه ټوټه شي
پلي څرخي چي هم چپه شي
بندي طالب ته چي ورکړم غاړه غړۍ

د حُریت ناوي موږ ته خاندي
ورته لوګۍ کړي هلي سپاندي
چي نظر نه شي د ښکلاؤ شاپیرۍ

د پاکو وینو برکت دي
چي لر او بر مو امارت دي
چي سپین بیرغ ته سجده کوي نړۍ

سولي راځه زموږ په لوري
افغانانان ټوله درته ګوري
قدم را واخله را په برخه کړه خوښۍ

د ازادۍ وږمې را اوري
د سوکالۍ وږمۍ را اوري
تپاندزُهاده) بیا تړه سپینه پګړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x