روغتیا

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تایید شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په هرات ولایت کې پر کرونا ویروس د درې مشکوکو کسانو ښودلو وروسته نن د دوشنبې په ورځ پر دغه ویروس لومړۍ پېښه تایید شوه.

د عامې روغتیا وزارت فیروز الدین فیروز په یوه خبري غونډه کې وویل، په هرات ولایت کې پر کرونا ویروس د اخته کس یوه پېښه تایید شوې ده.

نوموړی زیاتوي، هرات ولایت کې پر کرونا ویروس درې مشکوکې پېښې وې چې وروسته یې دوه مثبتې او یوه منفي ثابته شوه.

په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس خپریدو افغانستان ته خطر پېښ کړی، په تیرو دوه اونیو کې دغه ویروس په ایران کې په پراخه کچه خپور شوی دی.

ایراني چارواکي وایي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۴۷ پېښې ثبت شوي او د مړینو شمېر یې ۱۲ ته پورته شوی دی، له چین څخه بهر دا د مړینو تر ټولو زیاته شمېره ده.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس په بحرین، کویت، اسرائیل، ایټالیا، لبنان او تر ۳۰ نورو هېوادونو کې خپور شوی دی.

بل لورې ته چین په ووهان ښار کې هغو خلکو ته چې پر ویروس اخته نه دي د ضروریاتو پوره کولو لپاره له کورونو بهر د تګ اجازه ورکړې ده.

له چین څخه بهر د کرونا ویروس زیاتې ۷۷۳ پيښې په جاپان کې ثبت شوي، دغه راز په سویلي کوریا کې کې ۷۶۳ پېښې ثبت شوي دي، په دې سره په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نږدې ۷۹زره پېښې ثبت شوي او د مړینو شمېر یې ۲۵۹۲ ته پورته شوی دی.

افغانستان، پاکستان، ترکیې او عراق له ایران سره د لنډې مودې لپاره خپلې پولې تړلي او دغه هېواد ته یې ځمکیني او هوایي تګ راتګ بند کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close