افغانستان کې پر کرونا ویروس اخته شوی کس څوک دی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې نن د دوشنبې په ورځ پر کرونا ویروس د اخته کس لومړۍ پېښه ثبت شوه.

د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروز الدین فیروز د یوې خبري غونډې په ترڅ کې یاده پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې له درې شکمنو کسانو څخه یې یو پر دغه ناروغۍ اخته شوی دی.

پر کرونا ویروس اخته کس څوک دی؟

د عامې روغتیا وزارت وزیر وایي، پر کرونا ویروس اخته تشخیص شوی کس یو ۳۵ کلن سړی دی چې تیره میاشت یې ایران ته سفر درلودلی و او د ایران له قم ښار نه هرات ته راغلی چې اوس قرنطین شوی دی، نوموړي د یاد کس روغتیایي وضعیت ښه وباله خو په وینا یې د ویروس مخنیوي لپاره به تر ۱۵ ورځو  قرنطین وي.

ددې سربېره ځینې رسنۍ راپورونه ورکوي چې روغتیایي چارواکو ۷ کسان نور چې د کرونا ویروس شک پرې شوی له څیړنو لاندې نیولي دي، په دغه کسانو کې یوه ښځه او شپږ نارینه شامل دي چې همدا مهال د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دغه کسان په نږدې وخت کې له ایران څخه راغلي او له هغه کس سره چې پر دغه ویروس اخته شوی نږدې والی درلود.

ښاغلی فیروز الدین فیروز زیاتوي، د کرونا ویروس واکسین به ممکن تر راتلونکو ۱۵ میاشتو په مارکیټ کې نه وي، په دې تړاو یو شمېر افغانان زیان منونکي او له خطر سره مخ دي، ددې لپاره په هرات ولایت کې بیړنی روغتیایي حالت اعلانوو.

د روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې دې ولایت ته له داخلیدو او بهر کېدو نه دې ډډه وکړي، بلخوا وزارت له هوايي شرکتونو او ځمکني ترانسپورتي شرکتونو څخه غوښتي چې دې ولایت ته دې تګ راتګ محدود کړي.

د روغتیا وزیر هرات کې له خلکو وغوښتل چې په لویو غونډو، د ګڼه ګوڼې ځایونو یا تالارونو، د لمبلو حوزونو، فاتحه خونو، سپورتي لوبغالو کې له ګډونه ډډه وکړي. دغه راز خلک دې د ستړي مه شې پرمهال دې له لاس ورکولو او مخ جنګولو نه ډډه وکړي.

دا پېښه داسې مهال ثبت کیږي چې تیره ورځ افغانستان له ایران سره پوله وتړله او ددغه هېواد سره یې ځمکیني او هوایي تګ راتګ بند کړ، په ایران کې لسګونه کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close