د ماليزيا لومړي وزير مهاتير محمد استعفا کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د ماليزيا ۹۴ کلن لومړي وزير مهاتير محمد په ناببره توګه د خپل هېواد پاچا ته خپله استعفا لېږلې ده.

مهاتير محمد په داسې حال کې استعفا کړې، چې امريکايي رسنۍ وايي، په واکمن ايتلافي ګوندونو کې د هغه د ځای ناستي په اړه اختلافات راپورته شوي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې هغه د نوي حکومت جوړېدو لپاره استعفا کړې او که د خپل ځای ناستي ټاکلو لپاره.

مهاتير محمد په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال د ماليزيا لومړی وزير وټاکل شو، چې د وخت لومړي وزير نجيب رازق ته يې په پارلماني ټاکنو کې ماتې ورکړه.

تر اوسه د هغه د استعفا کره لامل نه دی معلوم، خو د چارو څارونکي وايي، مهاتير محمد په ماليزيا کې د سياسي اړي ګړي له رامنځته کېدو وروسته استعفا کړې ده.

مهاتير محمد له تېرو څو لسيزو راهيسې د مالیزيا په سياست کې اهم لوبغاړی دی، هغه له ۱۹۸۱ کال څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې د هېواد لومړی وزير و او د «بي اين کې» سياسي ګوند غړی دی.

انور ابراهيم د مهاتير محمد نوماند ځای ناستی او مرستيال و، خو په ۱۹۹۸ کال کې مهاتير محمد نوموړی د بدفعلۍ او فساد له امله له دندې ګوښه کړ.

خو د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې مهاتير محمد يو ځل بيا له انور ابراهيم سره ايتلاف جوړ کړ.

مهاتير ويلي و، چې دا کار يې د فاسد نجيب رازق ګوند ته د ماتې ورکولو لپاره کړی و.

په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني ټاکنو له ګټلو وروسته انور ابراهيم يو ځل بيا د مهاتير محمد ځای ناستی او مرستيال لومړی وزير وټاکل شو.

له تېرو دوو کلونو راهيسې وخت پر وخت له مهاتير محمد څخه پوښتنه کېده، چې دی به کله واک خپل مرستيال او ځای ناستي ته انتقالوي، خو هغه د دې پوښتنې ځواب نه وايه، چې له امله يې د واکمن ايتلافي ګوندونو ترمنځ اختلاف پيدا شوی و.

ويل کيږي، چې ښاغلي مهاتير د دې لپاره استعفا کړې، چې د انور ابراهيم له شتون پرته سياسي ګوند جوړ کړي او خپل ځای ناستی بل څوک وټاکي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close