نړۍ

ډونلډ ټرمپ په دوه ورځني سفر هند ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبه په دوه ورځني رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته رسېدلی دی.

د ولسمشر د سفر لپاره په نوي ډيلي کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو او لومړي وزير نريندرا مودي يې بې ساري تود هرکلی وکړ.

د ټرمپ دې سفر ته په سياسي او سوداګريزه کچه د ډېر اهميت په سترګه کتل کيږي.

نوموړي ويلي، له هندي چارواکو سره به ډېر مهم سوداګريز تړونونه وکړي.

امريکايي رسنيو هم د چارواکو له قوله ويلي، په بېلا بېلو برخو کې له هند سره د سوداګريزو او پوځي ستړونونو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

خو د چارو کارپوهان وايي، ولسمشر ټرمپ به هلته په يو  شمېر پروګرامونو کې شرکت وکړي، خو د کومو سترو سوداګريزو تړونونو هيلې نه شته؛ ځکه چې څه موده وړاندې ولسمشر ټرمپ پر هندي مصنوعاتو تعارفې لګولي او په مقابل کې يې هند هم پر ۲۸ امريکايي منصوعاتو ماليې ولګولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x