افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

د قطر ځانګړی استازی په کابل کې؛ د هوکړې لاسليک لپاره مو ګڼو دولتونو ته بلنې لېږلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلی او وايي، د افغانستان په سوله کې د د خيلو هېوادونو چارواکو ته د سولې تړون مراسمو کې د ګډون لپاره بلنې لېږل شوي دي.

د قطر ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني وايي، تر اوسه يې د کابل حکومت له مشر اشرف غني او نورو چارواکو سره ليده کاته کړي او د سولې په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

ښاغلي قحطاني زياته کړې: «ما له ولسمشر اشرف غني سره د ناستې پر مهال د سولې پروسې، جګړې شدت کمولو، د هوکړې لاسليک او په افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو خبرې کړي دي.»

د قطر ځانګړي استازي ويلي، دی هيله من دی، چې د روانې فبرورۍ په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.

تر دې وړاندې امريکايي چارواکو هم ويلي، که د اورکم اونۍ په بريا سره پای ته ورسيږي، په ۲۹مه نېټه به له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.

تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، نور د افغانستان جګړه پای ته رسوي او په وينا يې واشنګټن او طالبان دواړه د روانې جګړې د ختمولو او سولې تړون لاسليکولو ته ژمن دي.

نن څلورمه ورځ ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د اورکم اونۍ پيل شوې، تر اوسه کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې او ټول لوري د جګړې شدت له کمولو خوښ ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

یو دور راروان دی یو بدلون دی راروان
د سپینو بيرغونو یو پاڅون دی راروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x