
اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې ترسره کولو لپاره بېل، بېل تیاری نیسي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» او اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» دواړه د ولسمشرۍ دعوه کوي او د لوړې د ترسره کولو لپاره هر یو بېل ، بېل مراسم نیسي.
ارګ مشر «اشرف غني» تېره ورځ د یوه فرمان له لارې د لوړي مراسمو ته د ناستې برابرولو په موخه یو کمېسیون ټاکلی وو او امر ورته شوی وو، څو «پرتمینه» ناسته برابره کړې، چې نن یې په تعقیب «عبدالله عبدالله» هم د لوړې د مراسمو د ترسره کولو لپاره له خپل ګمارل شوي کمېسیون سره مشوره کړې.
د ثبات او همپالنې ټیم ویاند «فریدون خوزون» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د لوړې د مراسمو د ترسره کولو لپاره تیاری نیول شوی او نېټه به یې ژر تر ژره اعلان شي.
یاده دې وي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ ناندرۍ روانې دي.
عبدالله عبدالله د موازي حکومت د جوړلو ګواښ کړی او یو شمېر ولایتونو ته یې خپل والیان هم ټاکلي.
دا په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې وروستۍ شوې او د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ګڼو هیوادونو د استازو په حضور کې د سولې توافقنامه لاسلیک کوي.
دغسي شرمنده خه دي