افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: اشرف غني او کرزي د سولې په تړاو «صمیمانه» بحث کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اشرف غني او پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د هیواد په روان وضعیت او د سولې پروسې په اړه صمیمانه بحث کړی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه په ګلخانۍ ماڼۍ کې د پخواني جهادي قوماندان «عبدالرب رسول سیاف» په حضور کې ترسره شوه.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد د روان وضعیت او همداراز د سولې پروسې په اړه هر اړخیز او صمیمانه بحث وشو.»

غني داسې مهال له پخواني ولسمشر سره غږېږي، چې په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان سیاسي فضاء کړکېچنه کړې، عبدالله عبدالله او ګڼ شمېر نورو ګوندونو د موازي حکومت اعلان کړی او د ثبات او همپالنې ټیم له لوري ځینو ولایتونو ته والیان هم ټاکل شوي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ له اوږدې مودې روان مذاکرات وروستي شوي او دواړه لوري د روانې فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سولې توافقنامه لاسلیک کوي.

تمې داسې دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته ښايي د لس ورځو دننه بین الافغاني مذاکرات پیل شي، کوم چې ارګ لا تر دې دمه د یوه «همه شموله» پلاوي په جوړښت نه دی توانېدلی.

تر دې وړاندې د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» په ګډون ګڼ شمېر سیاسیون د حامد کرزي په محوریت راټول شوي وو، دوی ارګ د سولې پروسې په مخکې په خنډونو جوړولو تورن کړی وو او ادعا یې کړې وه، د سولې لپاره به له حکومت بېله طرحه جوړوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

غني او کرزي که د سياف په توسط صميمانه بحثونه کوي، که خصمانه ولس پوهيږي چي دغه کسان او د دوی د ډلو غړي، په تېره د شمال اوباشان د ګران هيواد او خلکو دښمنان دي او الله به داسي وخت راولي چي د افغانستان اصلي خاوندان له دغو ملي خاينانو څخه د دوی د دغو نامرديو غچ واخلي. الهي دغونه عمر راکړه چي له دغو خاينانو څخه د خلکو غچ اخيستنه به خپلو سترګو ووينم.

جميل
میلمه
جميل

الله تعالی دی د عزت سره اوږد عمر درکړی ، و به یی وینی ان شاءالله تعالی .

سيد زرغون شآه آغا
میلمه
سيد زرغون شآه آغا

شيطانان بيا سره يو ځاى سوى دى.

Back to top button
Close
Close