افغانستانسولې اړوند خبرونه

روحاني شخصیت « حضرت امین جان مجددي» د جګړې د شدت له کموالي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د هیواد مشهور روحاني شخصیت «حضرت احمد امین جان مجددي» د طالبانو او امریکا له لوري د جګړې د شدت د کموالي له پرېکړې هرکلی کړی او په ټولو افغانانو یې غږ کړی، چې د سولې او یو موټي کېدلو شته فرصت له لاسه ورنکړي.

د امین جان مجددي له لوري په همدې تړاو خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې تېر کال جګړې، بمباریو، چاپو او بریدونو د زرګونو افغانانو ژوند واخست او اوس چې د جګړې ښکېلو لورو د «اورکم» پیل کړې، دا یو غوره ګام دی.

نوموړې ددې تر څنګ په افغانانو غږ کړی، چې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو پایله په نېک شګون ونیسي، ځکه په خبره یې، دا لومړی ځل دی، د جګړې ښکېل اړخونه د یوه ازاد، حریت پسند او مسلمان افغانستان لپاره د حل را ایستلو په موخه تفاهمنامه لاسلیکوي.

د حضرت امین جان په خبره، د ډیموکراسۍ، بیان ازادي، ټاکنو او اتلس کلنو لاسته راوړنو برنامې جعلي دي او د افغانانو هیڅ درد نشي دوا کولي ؛ نوځکه باید د افغانانو یووالي ته کار وویل شي او د سولې شته فرصت له لاسه ورنکړل شي.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې د طالب او امریکایي لوري له پرېکړې سره سم، د توافقنامې لاسلیک ته د زمینې برابرولو په موخه د «اورکم» اوونۍ پیل شوې، چې نن دریمه ورځ لا هم دوام لري.

تر دې دمه دا پړاو په بریالیتوب سره روان دی او هيڅ ستره امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې، چې له امله یې د سولې روانې پروسې ته د افغانانو هیلې نورې هم زیاتې شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close