اوركم، د اشغال خاتمې ته د رسیدو لپاره یو ښه فرصت

نن ټکی اسيا سرليکنه

د اورکم په دریمه ورځ هم د پوځي بریدونو ګراپ مخ په ځوړ دی.

نن هم د دوو تیرو ورځو په تیر په خبري رسنیو کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د نښتو او پوځي خبرونو شمیر په نشت حساب و.

د هیواد په داخل کې اورکم پروسې برسیره پر دې چې پراخ ولسي تائید د ځان کړی ، بهرنیو سیاسي سازمانونو تائید یې هم خپل کړی.

اسلامي کانفرانس د یوې اعلامیې په خپرولو سره له یادې پروسې خوښې څرګنده کړې اوهغه یې ستایلې.
که د اوونۍ تر پایه جریان په همدي ډول مثبت روان وي دیته هیله مندي ډیره ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې توافق لاسلیک او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

د اورکم پروسه په حقیقت کې د جګړې او اشغال د پایته رسولو لپاره یوآزمایشي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د باور جوړونې یو فرصت دی چې که په بریالیتوب ترسره شي د ښه مثبتو پایلو توقع تري کیدای شي.

سره له دې چې ښاغلي غني د اورکم اوونۍ پیلیدو په مهال له طالبانو پرته د القاعده، داعش او د ده په اصطلاح نورو تروریستي ډلو خلاف د دولتي ځواکونو د عملیاتو دوام استثناء کړ، اما په تیرو دریو ورځو کې هیڅ داسې پیښه نه ده لیدل شوې چې دولتي ځواکونه دي چیرته له یادو ډلو سره درګیرشي.

له دې څخه څرګندیږي چې په هیواد کې د القاعده، داعش او نورو جنګي ډلو شتون هسی د یوه تبلیغاتي ابزار په توګه یادیږي او کوم عملي شتون نه لري.
په هرصورت ! د اورکم مقتضیاتو ته ژمنتیا تر ډیره خپله د افغانانو مسؤلیت دی ، که وغواړي چې هیواد یې د اشغال له سیوري خلاص او جګړه ورکې په بشپړه توګه پایته ورسیږي باید په پوره حوصله مندي سره د پاتي ورځو تر بشپړیدو پوري له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

مونږ ته معلومه ده چې دلته نور څوک نسته
صرف امرېکائ تر هګرې ډلې دې چې ده مجاهدېنو ده بدنامولو کار په مخ وړې
نور کوم حقېقت نه لرې
خو داسی نه چی په دهغه نوم وس بې ګناه خلګ شهېدان کړې ده خپل خېانت ده پټولو په خاطر
په تبصرو کشی افغانان باېد هرڅه ته پام وکړې

Back to top button
Close
Close