د هند حکومت بېوزله خلک د ديوالونو تر شا پټ کړل تر څو د ټرمپ له نظره پناه وي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن په يوه رسمي سفر هندوستان ته رسيدلی چې هلته يې په احمد اباد ښار کې هنديانو ته وينا هم وکړه.

د هند حکومت د ټرمپ له راتلو تمه درلوده او په نوموړي پورې يې ډير ارزوګانې تړلي، تر څو له دغه هېواد سره په سوداګريزه او امنيتي کچه پراختيا ومومي.

په دې تړاو د‌ه حکومت سخت امنيتي ترتيبات نيولي وو، ښارونه يې پاک کړل، چټل ځايونه او ديوالونه يې رنګ کړل او يو شمېر لارې يې بندې کړې.

ټاکل شوې وه چې ټرمپ به په احمد اباد ښار کې له هوايي ډګر څخه تر موټيرا کرېکټ لوبغالي پورې ځمکينی سفر کوي او د هند لپاره بدبختانه په ټولو هغو سيمو به تيريږي چيرته چې بېوزله او مسکين قوم اوسيږي.

حيرانونکې پېښه دا وه، کله چې د هند حکومت پر لاره پرتو سيمو کې د بېوزلو او مسکينانو پټولو لپاره ستر ديوالونه جوړ کړل.

دغو ديوالونه ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۷ فوټه لوړوالی درلود، مګر تر شا يې ۸۰۰ بيوزله کورنۍ اوسيږي، تر څو هغه خلک چې مسکين او غريب دي د ټرمپ له نظره پناه شي.

ډونلډ ټرمپ په دوه ورځني سفر هند رسيدلی چې هلته يې نن د دوشنبې په غرمه د احمد اباد ښار په موټيرا لوبغالي (د نړۍ دويم ستر لوبغالي) کې وينا وکړه او له هغې وروسته د شاه جهان په لاس جوړ شوي تاج محل زيارت يې وکړ.

هندوستان چې د نړۍ په کچه پنځم غوره اقتصادي هېواد دی، خو د ډير فقر او بېوزلۍ له کبله په کې مليونونه کورنۍ د سر پناه يا اوسيدو ځای او ورځني خوړو لپاره هيڅ نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close