ناټو: سياسي مشران بايد د ناندريو پر ځای ملي يووالي او سولې ته کار وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې ويلي، سياسي مشران بايد د ناندريو او لانجو پر ځای د سولې بهير بریا او ملي يووالی ساتل خپل لومړيتوب وبولي.

نيکولاس کې په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «ناټو د هغو يو اړخيزو ګامونو ملاتړ نه کوي، چې د کړکېچ او تاوتريخوالي لامل ګرځي.»

د ناټو ملکي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ د ټاکنو خپلواک کميسيون له پنځو مياشتو ځنډ وروسته اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله او نور ټاکنيز ټيمونه د ټاکنو دا پایلې نه مني.

د اشرف غني سربېره عبدالله عبدالله هم خپل ځان بريالی بولي او دواړو د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی پيل کړی دی.

د عبدالله عبدالله سربېره د ولسمشريزو ټاکنو نور نوماندانان ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبیل او يو شمېر نوور سياسي مشرانو هم د ټاکنو پایلې د اساسي قانون خلاف بولي او د ملي مصالحي حکومت جوړولو غوښتنه کوي.

د سياسي ډلو ترمنځ دا کړکېچ په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي، په ټول هېواد کې د يوې اونۍ لپاره اورکم عملي شوی، نن درېيمه ورځ هم په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې او ټاکل شوې، چې د روانې فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close