اشرف غني: د مذاکره کوونکي ټیم واکونه به محدود وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وايي، مذاکره کوونکی ټیم به محدود واکونه ولري او وخت  په وخت به بدلون پکې راځي.

غني، چې نن یې په ارګ کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل «  د سولې ادرس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی ، د مذاکره کوونکي پلاوي واکونه محدود دي. پلاوي کې باید انعطاف موجود وي په دې مانا چې موضوعاتو او اړتیاوو ته په کتو به په کې بدلون راځي او موثریت به ولري.»

نوموړي زیاته کړې « د مذاکراتو موخه د جنګ پایته رسېدل او د تلپاتې سولې او ثبات تامین دی. ولس سولې ته چمتو دی او دوی په تېر اوربند کې خپل ظرفیت وښوده. طالبانو ته مې پیغام دادی چې د سولې په اړه باید نتیجې ته ورسېږي او د هیواد او ولس د خدمت لپاره د ولس ارادې ته تسلیم شي.»

د غني په خبره، د ټاکنو تر بریا وروسته اړینه ده، چې شخصي مسایل یوه لوري ته کړو او د جګړې په پای ته رسولو کار وکړو.

غني داسې مهال خپل حکومت طالبانو ته د سولې د ادرس په نوم ورپېژني، چې هغوي په بیا، بیا له حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې رد کړې او د نظام برخلیک یې د بهرنیانو په لاسونو کې بللی.

بل لور ته حکومت بیا تر دې دمه لا هم نه دی توانېدلی، د سولې لپاره یو «همه شموله» او ټول منلی پلاوی وټاکي، که څه هم حکومت د پلاوي د جوړښت خبر ورکوي، خو ددې مذاکراتي ټیم د غړو نومونه نه رسنیز کول هغه څه دي، چې د حکومت په تصمیم شکونه زیاتوي.

بل لور ته سیاسیون بیا وایي، د مذاکراتي ټیم په جوړولو کې له دوی سره هيڅ مشوره نه ده شوې؛ نو ځکه د غني له لوري جوړ شوی پلاوی د منلو وړ نه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل
میلمه
جمیل

خدای وهلی ، سپو څټلی ، بیشرغه غلام غنی!
تا خپل د لاری غلام انډیوالان نه منی نو سپیڅلی او پاک طالبان به دی څه ومنی

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

نهه لکمشر اشرف غني پوهيږي چي : نه ملت رايه راکړې ده، نه مي په سوله کي ګټه ده او نه مخلص پلويان لرم. څنګه چي يې هيڅوک پلوي نه کوي او اعتماد نه پر لري، دی هم د عدم اعتماد (فسيميزم) په ناروغي اخته سوی دی او پر هيچا باور نه لري، فکر کوي او اندېښنه لري چي کېدای سي د ده ټاکل سوی مذاکراتي ټيم د حق او واقعيتونو په ليدو سره د اسلاميت، افغانيت او وجدان په تقاضاحق ته غاړه کښېږدي، ځکه نو ده مخکي تر مخکي لا پتېيلې ده چي د ده «مذاکره کوونکی ټیم به… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close