افغانستان

کرزی او سیاف د ټاکنیز بحران د حل لپاره منځګړیتوب کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۸ل): پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» او جهادي قوماندان «عبدالرب رسول سیاف» د اشرف غني او سیاسي ګوندونو تر منځ د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان له امله د راپورته شوي بحران د حل منځګړیتوب کوي.

سیاف او کرزی، چې نن ورځ یې له اشرف غني او عبدالله سره لیدنې درلودې، هڅه کوي ټاکنیز بحران د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

سیاف په همدې تړاو له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي « له اجرائیه رییس سره مو ملاقات وکړ او تر هغه وروسته د اشرف غني لیدو ته ورغلو، دواړه د تشنج مخالف دي او د افغانستان د خلګو سوله، ثبات او عزت غواړي، ټاکنیز بحران به ډېر ژر حل شي.»

بل لور ته د کرزي د دفتر مطبوعاتي مسئول «محمد یوسف مهسا» هم دا مني، چې کرزي له غني او عبدالله سره د ټاکنیز بحران په حل خبرې کړې.

کرزی او سیاف وروسته له هغه د ټاکنیز بحران د حل په برخه کې منځګړیتوب ته راوړاندې کېږي، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان د دواړو لورو تر منځ ژورې ناندرۍ راپورته شوې، عبدالله عبدالله او ورسره نورو سیاسي ګوندونو د موازي حکومت اعلان کړی او د ځینو ولایتونو لپاره یې والیان هم ټاکلي.

هیواد داسې مهال ټاکنیز بحران په غېږ کې نیولی، چې د روانې فبروري د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه  په قطر کې طالب او امریکایي استازي د لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په شتون کې د سولې توافقنامه لاسلیک کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
تير ځلي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ، افغان ولس او افغانستان په توره بلا اخته کړ، او د سلاتې په څير په افغانانو باندي نا اهله او نا مشروع او غير قانوني حکومت و تپه. داځل به دوه ټګان اومکاران چي دافغان ولس سره په جفأ کي لوی لاس لري ، څرنګه د اچارو په څير يو ناروا ، نامشروع او غير قانوني حکومت تپي. الله پاک دي اسلام او افغان ولس ته خير پيښ کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x