افغانستان

د بیان ازادي؛ د امرالله صالح په لیکنو باندې اووه نقد کوونکي لويې څارنوالۍ ته پېژندل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل):د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال «امرالله صالح» په ټولنیزو رسنیو باندې د خپلو لیکنو اووه منتقدین لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي.

دغه کسان زیاتره د امرالله صالح تر واک لاندې خوځښت «زرغون بهیر» له لوري لویې څارنوالۍ ته د «سپکاوي» په تور معرفي شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند «جمشید رسولي» هم مني، چې صالح د خپلې فسبوک پاڼې د پوسټونو اووه تنه منتقدین د «سپکاوي» په تور ورپېژندلي؛ خو په خبره یې، سپکاوی او بد رد ویل د اساسي قانون له مخې جرم شمېرل کېږي، نو ځکه به موضوع د لویې څارنوالي له لوري وڅېړل شي.

لویې څارنوالي ته د پېژندل شویو کسانو له ډلې یو تن یې «مبارز نوروزي» دی، چې د امرالله صالح په پوسټ باندې یې نوموړي ته د «بې شرم» کلمه کارولې او هغه ته یې ور یاده کړې، چې له مرستیال کېدو مخکې یې د غني په اړه څه دریځ درلود او اوس په کوم مؤقف دی؟.

بل لور ته له ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې «نۍ» مشر «مجیب خلوتګر» وايي، د امرالله صالح دا کار د بیان د ازادۍ او د هیواد د نافذه قوانینو خلاف دی.

څه موده وړاندې هم صالح په یوه ګواښونکې پوسټ کې ویلي وو، هر هغه څوک چې ده ته یې بد رد ویلي، دی یې نشي هیرولای.

یاده دې وي، چې د بیان ازادي د کابل حکومت خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه بولي او همېشه ګواښ کوي، چې دا لاسته راوړنه به ان د سولې د خبرو لپاره هم نه قرباني کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

دې خبث ته ده بې شرم کلمه کمه ده
دې ته ېو نوې ټکئ باېد جوړ سی.
حاسوس قاتل غل بې حېاء ته ده بې شرم ټکئ کم نه ډېر کم ده

جميل

دا منافق او بيهمته غلامان تر الله سبحن تعالی او تر رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ځان پورته ګڼی ؟
زمونږ په ګران هیواد کی چی د کفارو او د منافقينو لخوا د قرانکريم او نبوی سنتو توهين کيږی هغه د بيان آزادی ده خو که ودی شيطان صفته غلامانوته څه وويل سی بيايی څارنوالی ته معرفی کوی .
لږ وخت پاته دی ، ټوله خاين غلامان به په شرعی محاکمو کی محکمه سی ان شاءالله .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x