افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

رویټرز: امريکا له اشرف غني غوښتي، چې د لوړې مراسم وځنډوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): رويټرز خبري اژانس د دوو معتبرو سرچينو په حواله ليکلي، چې واشنګټن د ګډ حکومت له مشر اشرف غني غوښتي، د دوهمې دورې ولسمشرۍ لپاره د د لوړې مراسمو غونډه وځنډوي، ځکه د لوړې له مراسمو سره د غني او عبدالله ترمنځ ټاکنيز جنجال رامنځته کيدای شي او دې سره د امريکا د سولې هڅو ته زيان رسيږي.

نږدې پنځه مياشتې مخکې د ميزان په شپږمه په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې، تېره اونۍ يې پايلې اعلان او اشرف غني يې ګټونکی اعلان شو، خو د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله وايي، ټاکنې ده ګټلي او دواړو د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته چمتووالی پيل کړی دی.

د ارګ سرچينې وايي، د روانې فبرورۍ په ۲۷ د پنجشنې په ورځ به د اشرف غني د لوړې مراسم ترسره شي، خو په عين حال کې عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی پيل کړی دی.

د رويټرز په وينا امريکا له اشرف غني غوښتي، چې د لوړې مراسم وځنډوي، تر څو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

امريکا او طالبانو د سولې تړون له لاسليکېدو مخکې د سوله ييز چاپيريال په رامنځته کولو او د يوې اونۍ لپاره د جګړې شدت په کمولو هوکړه کړې، چې نن څلورمه ورځ هم په ټول هېواد کې تر اوسه کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې.

ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، په خپله به له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي او له افغانستانه به خپل پوځيان وباسي.

د سولې تړون دې مراسمو کې د ګډون لپاره د ګڼو هېوادونو چارواکي، نړيوالو ټولنو مشران، کارپوهان، خبريالان او د افغان کډوالو استازي ور بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x