
چین د کابل له نوي حکومت سره ګډ کار ته چمتووالی وښود
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د ټاکنو د کمېسیون له لوري د اشرف غني د بریا اعلان ته احترام لري او تیار دي له نوي حکومت سره ګډ کار وکړي.
دغه څرګندونې په کابل کې د چین سفیر د خپل هیواد بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي، په څرکندونو کې راغلي « موږ یاداښت کړه، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري اشرف غني بریالی اعلان شو، چین د یوه ګاونډي هیواد په توګه د ټاکنو کمېسیون طرزالعمل او د افغانستان د خلګو خپلواکې پرېکړې ته احترام لري.»
وړاندې زیاته شوې «چین تیار دی، له افغانانو او نوي حکومت سره د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې ګډ کار وکړي.»
Chinese Foreign Ministry Spokesperson:China noted that the Independent Election Commission announced President Ghani's victory. Afghanistan is our friendly neighbor. China respects the procedure of presidential election in Afghanistan, pic.twitter.com/Z7ETwfKIfY
— Wang Yu 王愚 (@ChinaEmbKabul) February 24, 2020
یاده دې وي، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې د ۳۹ سلنه رایو په خپلولو سره دوهم مخکښ کاندید یاد کړ.
د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه د ټولو ټاکنیزو ډلو او نوماندانو له لوري رد شوه او له منځه یې د ثبات او همپالنې ټیم مشر «عبدالله عبدالله» د څو نورو ګوندونو په ملتیا د موازي حکومت اعلان وکړ.
عبدالله عبدالله د ځینو ولایتونو لپاره والیان هم وټاکل او د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنرانو او کارکوونکو باندې یې له هیواده د وتلو بندیز ولګاوه.
په داسې حال کې، چې د دواړو لورو تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي، رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکي، امریکا له اشرف غني غوښتي، چې د لوړې مراسم وځنډوي.