نړۍ

هند: لاریونونو کې نږدې سل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې/انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د هند په پلازمېنه «نوي دهلي» کې د تابعیت د جنجالي قانون په غبرګون کې روان لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتی، چې له امله یې ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د رسنیو د راپورونو په اساس، د دهلي ښار په مختلفو سیمو کې پولیس او سخت دریځي هندوان له لاریون کوونکو سره په شخړه اوښتي، پولیسو پر معترضینو باندې اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی او ځیني کسان د سخت دریځو هندوانو له لوري په ډزو وژل شوي.

د دهلي د ملکي روغتون یو تن ډاکټر «راجیش کالرا» وايي، روغتون ته یې ځینې داسې ټپيان وروړي، چې په سر په مرمیو لګېدلي.

ویل کېږي، په دې لاریونو کې د درانه مالي زیان تر څنګ،  د یوه پولیس افسر په ګډون پنځه تنه وژل شوي او نږدې ۹۰ نور ټپيان دي.

دغه لاریونونونه هند ته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» تر سفر لږ څه وړاندې شوي.

یاده دې وي، ځیني ناتائید شوي راپورونه ښيي، چې هلته د مسلمانانو لسګونه کورونه او جوماتونه سوځول شوي او له مسلمانو لاریون کوونکو سره له تشدده ډک چلند شوی.

په ټولنیزو رسنیو باندې د هغه مسلمان ځوان عکس ته هم پراخ انعکاس ورکړل شو، چې د تېرې ورځې د لاریون په مهال د پولیسو له لوري تشدد ورباندې شوی.

دغه لاریونونه چې له کابو دوو میاشتو راپدېخوا په غیر متصل ډول روان دي، د هند د حکومت د هغه قانون په بدل کې کېږي، چې له مخې یې له پاکستان، افغانستان او بنګله دیش څخه ورګرځېدونکي مسلمانان د تابعیت له حق څخه محرومېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close