د سولې ادبیاتشعـــــرونه

سولې ته تازه غزل؛ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

سوله دې د ژوند د کتاب ښکلې سرليکنه شي
سوله دې د هر بحث موضوع شي او شننه شي

سوله دې د سپین سهار وږمو سره جوړه راشي
سوله دې زما په ګران وطن باندې واکمنه شي

سوله دې له جنګ سره په جنګ کې بریمنه شي
او سوله دې اتله قهرمانه له دښمنه شي

ربه دا يو سوال مو تر قيامته ته قبول کړه چې
بيا دې نه يرغل او نه اشغال نه ورور وژنه شي

څوک چې د وطن د نابودۍ خوبونه ګوري نو
دوی دې له خوښیو نيکمرغيو بې ديدنه شي

خلک د وطن په ارزښتو باندې سودا کوي
ځکه مې لهجه نو غوسه ناکه قهرجنه شي

ګران افغانستان! دومره ډېر راباندې ګران يې چې
ډېر ځله دې عشق کې مشفق ورک له خپله تنه شي

فضل باري مشفق
2020/02/25 سه شنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x