افغانستان

ويسا: د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د روان کړکېچ تر شا د بهرنيو لوبغاړو لاس دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کې د افغانستان روان وضعيت او ټاکنيز جنجال ته کتنه کړې ده.

د ويسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د اشرف غني او عبدالله ترمنځ روان کړکېچ يوازې د څوکۍ هوس نه دی، بلکې دواړه د لويو بهرنيو لوبغاړو له لوري دې کړنو ته مجبور شوي، تر څو د افغانستان وړوکی سټيج د سترو لوبو لوبغالی شي.

په سرمقاله کې اندېښنه ښودل شوې، چې لږه تېروتنه هم په دې حساس وخت کې بدې پایلې لرلی شي.

د ويسا په وينا پخواني ولسمشر حامد کرزی او پخواني جهادي رهبر استاد سياف هڅې پيل کړي، چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ روان کرکیچ ته د حل سوله ييزه لاره راوباسي.

تېره ورځ استاد سياف هم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي و، چې دواړه لوري دې په دې حساس وخت کې پر خپلو غوښتنو ټينګار نه کوي، د هېواد روان وضعيت دې درک کړي او د ناندريو پر ځای دې پر سولې تمرکز وکړي.

سرمقاله زياتوي، چې د افغانستان سياسي مشران او ټاکنيز ټيمونه دې له خپلې سرټمبګۍ لاس واخلي، د زغم او حوصلې له لارې دې خپلې ستونزې اوارې کړي او ټوله توجه دې د سولې پروسې ته واړوي.

سرمقاله کې اندېښنه ښودل شوې، که د ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ روانې ناندرۍ پای ته ونه رسيږي، د امريکا او طالبانو د سولې په تړون کې به د حکومت سربېره ډېر لوري بهر پاتې شي او دا ستونزه به د هېواد لپاره د يوه ناسور په توګه دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا خو معلومداره او روښانه خبره ده چی دا ترټل سوی او مړ سترګی غلامان تشناب تګ لا له باداره اجازه اخلی ، نو داسی غټی خبری خو ګرسره غلامان پر خپل سر نسی کولای .
د پخوا په څير څومره مکرونه چی وحشی اشغالګر يی وکړی بيا به هم زمونږ د مجاهد ولس په ګټه تمام سی ، خير به غواړو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x