ټولنیزه برخه

د مخ اوبه«ابرو»/ په زړه پورې کيسه

حامد افغان

کیسه کا یوه تکړه عالم ته خپل شاګردان درس ته ناست وو چې یو ناپېژاند سړی راغی، هغه طالب غوندې نښکاریدی، خو د قوم عزتمن سړی ښکاریدی چې فعلا د ژوند بدمرغيو ځپلی او ترټلی و. سړی د شاګردانو شاته کېناست او درسونو ته غوږ پاتي شو.

د سړي لاس کې د شیشې بوتل و، هغه کې د اوبو غونده شی و، سړي لوټل ټینګ لاس کې نیولی و او له ځانه یې نه لېري کوه. لیږ ځنډ وروسته عالم درس ودروه او هغه ته متوجه شو، ځیر ځیر یې ورته وکتل او بیا یې ورته وویل: که څه اړتیا لرې موږ یې درپوره کوو او که پوښتنه لرې در ځواب به یې کړو؟

سړي وویل: نه اړتیا او نه پوښتنه لرم، بلکې زه تاجر یم، ستا د علم او لوړو اخلاقو مې اوریدلي، درته راغلم، د ښيښې بوتل درباندې خرڅوم، ما قسم کړی و چې دا به زه په داسې سړي خرڅوم چې هغه یې ارزښت پېژني او ته د دې وړ یې، ته د دې بوتل ارزښت پېژنې.

عالم د شیشې بوتل ورواخيست، لاندې باندې یې ورته وکتل، سر یې داسې وښوروه لکه خوښ یې چې شو. مېلمه ته یې وویل: په څو دی؟ هغه وویل: په سل ديناره، عالم ورته وویل: فکر کوم دا زیات ارزښت لري، یونیم سل ديناره مې درکړل، مېلمه وویل: زه یې له سل ديناره زیات او کم نه خرڅوم. پوره سل غواړم.

عالم خپل زوی ته وویل: ولاړ شه سل ديناره ورته راوړه، هغه راوړل، تاجر ته یې ورکړل او هغه ولاړی، درس ختم شو، عالم هم کور ته ولاړ او د شاګردانو مجلس دې نادره سودا او په سل ديناره د شیشې بوتل ته په تعجب کې پاتي شول!

عالم خپل زوی ته بوتل ورکړ او دی د خوب کوټې ته ننوت، هلک هم د تعجب زور تنګ کړی و، سمدستې یې بوتل خلاص کړ، له پوره کتلو وروسته ورته ثابته شوه چې بوتل کې بل هیڅ شی نه دي بلکې عادی اوبه دي! نو پلار ته ورغی، د ورننوتلو اجازه یې وغوښتله چې ورننوت، پلار ته یې کړه: پلار جانه! بیړه دې وکړه، هغه چالاک سړي غلط کړې دا ساده اوبه یې په سل ديناره درباندې وپلورلې؟!

پلار یې ورته موسکی شو ول زویه! ستا له نظره ساده اوبه دي خو زما په نظر دا خورا ارزښتناکې اوبه دي، دا سړی د قوم عزتمن سړی و د دومره خلکو مخکې یې سوال نه شوی کولی او دا طریقه یې راته جوړه کړه. نو دا ستا په نظر بوتل کې پرتې ساده اوبه په حقیقت کې د هغه د مخ اوبه (ابرو)، عزت او درنښت ده، هغه نه شوی کولی د سوال په ذلت سره دا اوبه د خلکو مخکې تویه کړي. الحمد لله چې زه یې په موخه پوه شوم او د هغه درنښت او ابرو (د مخ اوبه) مې وساتلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close