افغانستانسولې اړوند خبرونه

قطر د ګڼو هیوادونو د استازو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پاکستان ته هم بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): په اسلام اباد کې د قطر سفیر د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر ته په رسمي ډول بلنه ورکړې، څو د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د بلنې دغه لیک نن په رسمي ډول «صقر بن مبارک المنصوري» د پاکستان د باندنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» ته وسپاره.

د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه، چې د اتلس میاشتنو ستړې کوونکو مذاکراتو پایله ده، تمه ده د روانې میلادي میاشتې په نهه ویشتمه نېټه یې د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د لاسلیک مراسم ترسره شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، دې مراسمو ته د ۲۶ هیوادونو د باندنیو چارو وزیران، د ناټو، اسلامي همکاریو، سارک او ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو استازي رابلل شوي.

دوې ورځې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ویلي وو، چې دی به شخصا له طالبانو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کوي.

که څه هم تر دې دمه د لاسلیک کېدونکې توافقنامې بشپړ جزئيات نه دي رسنیز شوي؛ خو ویل کېږي، په تعقیب یې د افغانانو خپلمنځي خبرې او د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ پیلېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x