روغتیا

د کرونا ویروس اندېښنه: اوزبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره پولې وتړلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې د افغانستان په هرات ولایت کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه، اوزبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې.

د هرات یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال پدرام قاضي زاده راپور ورکړی، ترکمنستان د کرونا ویروس له ویرې له افغانستان سره پرته له خبر ورکولو په تورغندي کې خپله پوله تړلې ده.

بل خوا د هرات روغتیا وزارت چارواکي په کرونا ویروس د اخته کس حالت له خطره لرې بولي، په دې تړاو د ملي امنیت شورا له ایران سره له یوې ورځې بندیدو وروسته د پولې پرانیستو پریکړه کړې ده، ددوی په وینا، له ایران څخه ددغه ویروس خپریدو ګواښ کم لیدل کیږي.

د هرات روغتیا وزارت مسوولین وایي، دوی څلور نور پر کرونا ویروس مشکوک کسان چې یوه یې ښځه او درې نارینه دي د څیړنې لاندې نیولي دي.

بل خوا د تازه راپورونو پر اساس روغتیایي چارواکي په هلمند ولایت کې پر کرونا ویروس اخته له هراته د یوه راغلي کس خبر ورکوي، دغه راز فراه او غور ولایت کې هم پر کرونا ویروس درې شکمنو کسانو پېښې ثبتې شوي دي.

له چین وروسته ایران لومړنۍ هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله په کې زیات کسان وژل شوي دي، وروستي راپورونه د ۱۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x