افغانستانروغتیا

کرونا ویروس: د افغانستان په درې نورو ولایتونو کې هم مشکوکې پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): په هرات ولایت کې پر کرونا ویروس د اخته کس څخه وروسته د افغانستان په درې نورو ولایتونو کې مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکو منلې چې په هلمند، فراه او غور ولایتونو کې پر کرونا ویروس درې شکمنې پېښې ثبت شوي دي.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، د کرونا په ویروس شکمن پيژندل شوی کس له هراته راغلی چې د هلمند عامې روغتیا ریاست لخوا قرنطین شوی دی. دوی وایي دغه کس له ایران څخه هلمند ته راغلی دی.

دغه راز روغتیایي چارواکي په فراه او غور ولایتونو کې هم د کرونا ویروس مشکوکو پېښو خبر ورکوي.

د کرونا ویروس په تړاو که څه هم افغانستان له ایران سره تړلې پوله پرانېستله خو بلخوا ترکمنستان او اوزبکستان د افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې هغه مهال ثبت شوې چې له چین څخه د ایران قم ښار ته رسیدلی کس پر دغه ناروغۍ اخته پيژندل شوی و، اوسمهال په ایران کې د اخته کسانو شمېره سلو ته رسیږي او د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x