د سولې ادبیاتشعـــــرونه

غزل؛ دانش ملنګ

دانش ملنګ

که صلح وي که نره ازادي راشي ملنګه
بس نوره دې کراره کراري راشي ملنګه

ودان دې شي داوران وطن ولس دې په ارام شي
اوربند دې زرکلن شي چې خوښي راشي ملنګه

ملنګه اوښکې وبهوه خدای ته په سجده شه
که نور دسکه وروڼو ورور ولي راشي ملنګه

پردي دې له دې پاک حریم نه ټیټې سترګې لاړشي
او کلوته دې تور اوسپین پټکي راشي ملنګه

زړې قيصې په خړو اوبو یوسئ جانبینو
پرېږده چې دخوارانو پاچاهي راشي ملنګه

غني دې دټرمپ زوی ته خپله لور ډولۍ کې وروړي
چې لایې پیاوړتیا ددې دوستي راشي ملنګه

ملنګه امامت دخپلواکۍ دې دی په غاړه
نوهسې نه لاسونه دې خالي راشي ملنګه

ملنګه بس دانش ملنګ دې جار شمه له ننګه
چې ودې وینم زړۀ ته رڼایي راشي ملنګه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x