افغانستان

منظور پښتین له بنده خلاص شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ایم» مشر «منظور احمد پښتین» نن ماسپښین د پاکستاني حکومت له زندانه ازاد شو.

پښتین، چې کابو میاشت وړاندې پاکستاني پولیسو په پېښور کې نیولی وو، د خلاصون لپاره یې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې سوله ییز لاریونونه وشول.

نوموړی د حکومت په وړاندې د خلګو په راپورته کولو تورن شوی وو، چې بالاخره نن په ضمانت پرېښودل شو.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې له رامنځته کېدو یې تر کال زیات وخت تېرېږي، په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې مبارزه کوي.

پي ټي ایم وخت ناوخته د پاکستان په لویو ښارونو کې د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو تر نامه لاندې پراخ لاریونونه کړي، چې په مهال یې ددې غورځنګ ځیني غړي نیول شوي او حتی وژل شوي هم دي.

یاده دې وي، چې تر منظور پشتین وړاندې ددې غورځنګ دوه نور مشران «محسن داوړ» او «علي وزیر» چې د پاکستان د پارلمان غړیتوب هم لري، نیول شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x