نړۍ

د مصر پخوانی ولسمشر «حسني مبارک» ومړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د مصر پخوانی ولسمشر «حسني مبارک» له اوږدې مودې ناروغۍ تېرولو وروسته نن د ۹۱ کالو په عمر ومړ.

د الجزیره د راپور په اساس، حسني مبارک له ډېرې مودې راپدېخوا، له ناروغۍ ځورېده، چې له تېرو څو اوونیو راپدیخوا تر مسلسلې درملنې لاندې وو او بالاخره یې نن ساه ورکړه.

حسني مبارک د مصر څلورم ولسمشر وو، چې له ۱۹۸۱ څخه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې یې درې لسیزې په پرلپسې ډول پر مصر واکمني وکړه او بالاخره د عرب پسرلي د اوښتون په مهال له واکه لیري کړل شو.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې له واک څخه تر ایسته کېدو وروسته زنداني کړل شو؛ خو شپږ کاله وروسته له زندان څخه خلاص شو.

مبارک په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د «نیل دلتا» په کلي کې وزیږید، په ۱۹۴۹ کې يې د مصر په هوايي ځواک کې دنده پیل کړ او په  ۱۹۷۲ کال کې د هوایي ځواک قوماندان وټاکل شو.

دده په واکمني کې مصر د امریکا یو مهم متحد یادېده، چې هر کال ورته ۱.۳ میلیارده ډالر نظامي مرسته ورکول کېده.

ویل کېږي، د مبارک د واکمني په مهال مصر په اداري فساد او د پولیسو په وحشت مشهور وو او په یوه خراب اقتصادي حالت کې یې قرار درلود.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close