
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د ایران د روغتیا وزارت سلاکار خبر ورکړی چې ددغه هېواد د روغتیا وزارت معین ایراج حریرچي چې په هېواد کې یې د کرونا ویروس د کنترول لپاره د هڅو مشري کوله پخپله په دغه ویروس اخته شوی دی.
د روغتیا وزارت ویاند په یوه مرکه کې ویلي چې ښاغلي حریرچي د دوشنبې په ورځ له بیړنیو خبرونو وړاندې کولو وړاندې د ضعف او تبې نښې درلودې چې په معاینې کولو سره په کې د کرونا مثبت پېښه وموندل شوه.
«د خبرونو د لنډيز په جریان حریرچي له مخ څخه خولې پاکولې او د پښو حرکت یې ناسم و»، ایراني چارواکي وایي نوموړي د کرونا ویروس ځینې شکمنو ناروغانو سره په هڅو بوخت و.
د ایران د روغتیا وزارت معین په یوه ویدیویي پیغام کې وایي، «زه هم پر کرونا ویروس اخته شوی یم او حتما به دغه ویروس ته ماتې ورکوم».
🎥حریرچی: من هم کرونایی شدم، حتما کرونا را شکست می دهیم. pic.twitter.com/O0zsfDwgAS
— خبرگزاری فارس (@FarsNews_Agency) February 25, 2020
د ایران د پارلمان یوه غړي تیره ورځ تور پورې کړی و چې په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر ۵۰ ته رسیدلی خو حکومت او روغتیایي چارواکي یاده شمېره پټوي.
بلخوا د ایران روغتیا وزارت یاده ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، که څه هم دغه ویروس خطرناک پړاو کې دی خو د مړینو شمېره تر دې دمه ۱۵ تنو ته رسیدلې او اخته شوي کسان ۹۵ دي.
دا لومړی وار دی چې د کوم هېواد لوړپوړی چارواکی پر کرونا ویروس اخته کیږي، له دې وړاندې په چین کې د ووهان روغتون مشر د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د یادونې ده چې کرونا ویروس اوسمهال د افغانستان په ګډون له ۳۰ زیاتو هېوادونو کې خپور شوی، له چین څخه بهر دغې ویروس له ۵۰ زیات ناروغان وژلي چې زیاته شمېره یې ایران کې ده.
نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د هرات سربېره په هلمند، فراه او غور ولایتونو کې هم د کرونا ویروس مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.
انشاالله چی دا وایرس به د آخندانو په ټوله کابینه کی خپور شی. عکس ته یی هم ډیر مه کوری چی تاسو ته یی وایرس سرایت ونکړی.