طورخم: ناټو ته تیل وړونکي ۱۳ ټانکرې وسوځول شوې
نن ټکی آسیا: تیره ورځ ماښام د پاکستان خواته پر طورخم باندي د ناټو د تیلو د ټانکرانو په تم ځای کي چاودنه وشوله، چي له امله يي لږ تر لږه ۱۳ ټانکران وسوځول شوه.
د سیمي څخه امنیتي چارواکو هم پيښه منلي او ویلي يي دي چي لس عرادې ټانکري په بشپړه توګه او د درې نورو ټانکرو هم زیاتي برخي سوځیدلي دي.
خو تر اوسه په دې پيښه کي د مرګ ژوبلي خبر نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی چي ددغي پيښي مسولیت د عبد الله عزام بریګیډ نومي یو ګروپ په غاړه اخیستی دی.