روغتیا

غور ولایت کې پر کرونا ویروس اخته شکمن کس له روغتونه تښتیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د سه شنبې په ورځ د هلمند او فراه سربېره په غور ولایت کې هم پر کرونا ویروس د لیدل شوي اخته کس  خبر ورکړی و.

دغه کس چې د غور په ولایتي روغتون کې قرنطین شوی و ډاکټرانو سره له شخړې وروسته له روغتون څخه تښتیدلی دی.

د غور ولایتي روغتون سرطبیب فضل الحق فرجاد د یاد کس د تیښتې په تایید سره ویلي، «د مشکوک کس خپلوانو نن ماسپښين ډاکټرانو سره له شخړې وروسته هغه له ځانه سره تښتولی دی».

یاده دې وي چې نن سه شنبه سهار د فراه ولایت د عامې روغتیا وزیر هم په دغه ولایت کې د دوه مشکوکو کسانو پېښه تایید کړې وه، دغه راز هلمند کې هم یو مشکوک کس لیدل شوی دی.

دا په داسې حال کې چې تیره ورځ له ایرانه هرات ته راغلي ۳۵ کلن کس کې د کرونا ویروس پېښه ثبت شوې وه، چې له هغه وروسته یو شمېر شکمنې پېښې لیدل شوي دي.

د عامې روغتیا وزرات وایي پر کرونا ویروس اخته کس له خطره بهر دی، او مشکوک کسان تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه د کابل غلامی اداری ځینی چارواکی به د دغه کرونا له وایروس هم ناوړه استفاده وکړی شهرت به یی زیات کړی او په دی واسطه له نړیوالو مرستی تر لاسه او هغه به خپلو جیبونو ته اچوی روغ خلک به په دی ناروغی اخته ښیوی او بیا به وی معالجه وشوه ښو کورته ولاړ او لا به ځینی په نورو ناروغیو اخته وو چه له امله یی مړه شی او یا په جنګ کی مړه شی وایی د کرونا د وایروس له امله ومړ په دی واسطه به ناوړه استفاده شروع شی

Back to top button
Close
Close