افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ: د هند په ګډون ټول لوري له طالبانو سره په هوکړه خوښ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی او له طالبانو سره په کېدونکې هوکړه یې خوښي ښودلې.

ټرمپ، چې نن یې په هند کې ددې هیواد له لومړي وزیر «نریندرا مودي» سره په ګډه یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « هر څوک په دې هوکړه خوښ دی، حتی هغه څوک چې په عادي حال کې زما سره مخالفت کوي، هند هم د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې په لاسلیک خوښ دی او غواړي د هوکړې لاسلیک وویني.»

نوموړي زیاته کړې « موږ غواړو د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکښته کړو او تر هغه وروسته ووینو، چې پایله څه ده.»

د ټرمپ په قول، دوی نور په نړۍ کې د پولیسو رول نه اداء کوي او په خبره یې، افغانستان باید خپل هیواد په خپله اداره کړي.

ټرمپ ددې ترڅنګ په افغانستان کې د خپلو استخباراتو د ساتلو اراده څرګنده کړې او په خبره يې، دوی به له همدې لارې سیمه وڅاري.

یاده دې وي، چې تمه ده د روانې میلادي میاشتې د فبروري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې توافقنامه لاسلیک کړي.

د لاسلیک مراسمو ته د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر څنګ د نړیوالو سازمانونو استازي هم رابلل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

الله ج دی مجاهدینو مشرانو او کشرانو ته تر پخوا لا ډیره وړتیا او پیاوړتیا ور په برخه کړی او د الله ج نصرت دی ورسره تل جاری وی د اخری زمانی د دجال سره مخ شوی هغه دجال چه ابلیس ( ناټو ) هم ورسره ملتیا او غشتلتیا لری. د سهار او ماشام خبره یی څه کړی د عین وخت خبرو کی ضد او نقیض څرګندونی کوی له یو وښکی یی منفی او له بل مثبت څه راوځی ، دا ځکه چه دوی د ناکامی په پټولو او مورال له پوره رالویدلو ځانونه ژغوری. دوی خپله ناکامی ته داسی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

اشرف غنی مور دی بوره سه ، دا خو ډیر بد خبرونه دی ستاسو غلامانو لپاره .
ای د امريکی غلامانو ! څومره چی ژر کولای سی تر طالبانو ځانونه ورسوی او ژر تر ژره تسليمی اعلان کړی ګوندی وبخښل سی کنی نو بيا به د مجاهد ولس رحم ته ګوری ، پدی ځان پوه کړی چی د دين او د هيواد د خاينينو سزا څه ده ، خلاص به نسی ان شاءالله .

اجمل
میلمه
اجمل

څلویښت کاله جنګ هر افغان سیاسی کړی. اوس مونږه ټول پوهیږو چی څه چل ول روان دی. څوک چی د دی توافقنامی په هیله دی چی کونی سوله به راولی په خطا دی. سوله په زور راځی نه په زاری او دعا ګانو. شهیدانو د مرګ په حالت کی د جنت په عوض د سولی خواست کړی خو سوله رانغله د همدغو جاهلو، جنګسلارانو او جاسوسان له وجی، څوک یی د آی اس آی جاسوسان دی، ځینی نور د امریکی او د روسانو او ځینی هم د ایران او عربیانو. دغو مرتدو جاهلو نه هیڅکله د سولی امید مه کوی.… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close