افغانستان

کرزي له غني او عبدالله غوښتي، چې د ملي وحدت حکومت ته دوام ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» د ګډ حکومت له اوسني مشر «اشرف غني» او اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» غوښتي، چې د ملي وحدت حکومت ته دوام ورکړي او په خپل زاړه ځای کې پاتې شي.

د کرزي د مطبوعاتي دفتر مسئول «محمد یوسف مهسا» ازادي رادیو ته ویلي « د کرزي مؤقف دادی، چې اشرف غني په خپل ځای پاتې شي، د ملي وحدت حکومت ته دوام ورکړي او په سوله باندې تمرکز وکړي.»

د کرزي مطبوعاتي دفتر دغه څرګندونې له عبدالله او غني سره د سیاف او کرزي د لیدنو په تعقیب کړې.

دا په داسې حال کې، چې رویټرز خبري اژانس وایي، امریکا له اشرف غني غوښتي، څو د خپلې لوړې مراسم وځنډوي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو د کمېسیون له لوري د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته د غني او عبدالله تر منځ ناندرۍ روانې دي او هر یو د خپلې بریا ادعا کوي.

عبدالله عبدالله یوازې د بریا په ادعا بسنه نه ده کړې، د موازي حکومت اعلان یې کړی او د ګڼو ولایتونو لپاره یې خپل والیان هم ټاکلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکایانو دا ځل د پمپو دنده سیاف او کرزی غلامانو ته ورکړی، که دا ځل پمپو راتلای او د جان کیری ځای ناستی کیدلو ګټونکی او بایلونکو دواړو لاسونه یی پورته کول د امریکا د پاره ډیره شرم اوره وه چه هر ځل دی امریکایی مور راځی او افغان غلامانو ته دی د شدو غلانځ خولو کی ورکوی چه یو یوی او بل بل سینی ته واچوی او د غلامانو دی ډول حکومت ته د ملی وحدت دوه سری ګډوله حکومت نوم یاد کړی. د همدی امله امریکا له غلام غنی غوشتی چه د تحلیف غونډه دی لږه وځنډوی ترڅو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close