د سولې ادبیاتشعـــــرونه

غزل/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک
انځورګر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره!
په هنر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره!

پېغلې سولې دي، راوړي په سالو کې سره ګلونه
ماذیګر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره!

له امو بیا تر اټکه دا یو کور د پښتنو دی
لر او بر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره

پر فکرونو یې ښکلاوې، د غزل طاووس شیندلې
پر وزر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره

د شهیدو پېغلو مات بنګړي،شلېدلي امېلونه
پر ګودر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره

د لفظونه په نوښت کې یې د سرو او سپینو رول دی
چې زرګر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره

د ثاقب خپلواک هېواد به برخمن له خپلواکۍ وي
پر سنګر یې هنري تابلو انځور کړه انځورګره

ثاقب خپلواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x