افغانستانسولې اړوند خبرونه

مایک پمپیو: له طالبانو سره توافق د افغانستان د خلګو لپاره غوره راتلونکې له ځانه سره لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د باندینیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، که له طالبانو سره د شوې توافق مطابق د «اورکم» اوونۍ په بریا سره پای ته ورسېږي، له طالبانو سره به د سولې توافقنامه لاسلیک شي او په تعقیب به یې د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ پيل شي.

پمپیو، چې نن يې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل « زموږ ډيپلوماټان او نظامیان له دوو لسیزو راپدېخوا په افغانستان کې قرباني ورکوي، اوس موږ د سولې یوه توافق ته د لاسرسي په هڅه کې یو، ټول لوري له جګړې ستړې شوي او یو تاریخي فرصت ته مو لاسرسی کړی، چې باید استفاده ترې وکړو.»

نوموړي زیاته کړه « موږ د تاوتریخوالي د کمښت په پړاو کې یو، نوولس کاله پرلپسې جګړه شوې او لومړی ځل دی، چې د جګړې ښکېل اړخونه د تشدد په کموالي رضاء شوي، که دا مرحله په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي، موږ به له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړو ورپسې به بین الافغاني مذاکرات او د بهرنیو عسکرو د شمېر د کمولو لړۍ پیل شي.»

د پمپیو په قول، په  بین الافغاني مذاکراتو کې به لومړی ځل د جګړې ښکېل اړخونه سره مخامخ شي او هڅه به وکړي، جګړې ته د پای ټکې کېږدي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې له طالبانو سره د سولې توافقنامه به د افغانستان د خلګو لپاره غوره راتلونکې ولري.

یاده دې وي، چې تمه ده د روانې فبروري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په شتون کې لاسلیک شي.

د امریکا ولسمشر «ټرمپ» وايي، له دې هوکړې ټول لوري خوښ دي او دی به خپله له طالبانو سره په هوکړه لاسلیک کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا خبره خو یی سمی ، مګر داسی نه چه په همدی اورکم باندی د غلامی غنی، دوستم او ډبل عبدالله ، داعشیانو ، حزبیانو یا اربکیانو باندی کوم داسی کار ونه کړی یا ځینو ته ووایی چه تاسی داسی وکړی او ووایاست چه مونږ طالب مجاهدین یو او په دی واسطه بهانه جوړه نه کړی نن څلورمه ورځ ده الحمدلله هرڅه د حساب کتاب له مخی سم روان دی الله ج دی نکړی چه څه پکی پیش نه شی مونږ خو تل دعا ګانی کوو الله ج دی زمونږ د مظلوم اولس دعاګانی قبولی کړی

Back to top button
Close
Close