شعـــــرونه

غزل/ شرافت وياړ

شرافت ویاړ

کابله بیا مې و درتلو ته زمینه جوړېږي!
زما زړګی جوړېږي ستا وریته سینه جوړېږي!

طالب د پاکې سپینې ټینګې عقیدې مظهر دی!
طالبه تاته په کتو مې عقیده جوړېږي!

دې ازادۍ ته ؤ پکار د بلال ښکلی آذان!
مسجد جوړېږي د مسجد ړنګه حجره جوړېږي!

بیا به د رب د وحدانیت شغلې ترې پورته خېژي!
غوټۍ د علم به سپړېږي مدرسه جوړېږي!

زه چې د ستړي انقلاب خاطرې ولیکمه!
زړه ماتوي ویاړه ترې داسې ترانه جوړېږي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x