
راشد خان او مجیب الرحمن د نړیوالې یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): تمه کیږي چې راشد خان او مجیب الرحمن به د اسیا یوولس کسیزې لوبډله کې د نړیوالې یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو برخه واخلي.
ټاکل شوې ده چې دغه دوه شل اوریزې سیالۍ به د مارچ میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د بنګلدیش په ډهاکه ښار شیر بنګله لوبغالي کې ترسره شي.
د بنګلدیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي، موږ له هند لوبډلې څخه څلور نومونه ترلاسه کړي دي، مګر تر دې دمه مو له دوی سره تړون نهایي شوی نه دی، خو په دې لوبغاړو کې ریشاب پينټ، کولدیو یادو، شیکر یادو، او محمد شامي شامل دي.
د ویرات کوهلي او کی ایل راهول احتمال هم شته چې لږ تر لږه یوه لوبه کې به ګډون کوي، خو د نظم الحسن په وینا له دوی سره هم خبرې نهایي شوي نه دي.
دغه راز د افغان لوبغاړو په اړه د بنګلدیش کرکټ مشر بورډ وایي، مونږ له افغانستان څخه مجیب الرحمن او راشد خان سره خبرې کړي، همدا رنګه د نیپال سوکه توپ اچونکی سندیپ لامیچاني به هم د لوبډلې برخه وي.
JUST IN: BCB announce the Asia XI to face a World XI in a T20 series to commemorate the birth centenary of Sheikh Mujibur Rahman, Bangladesh's founding father pic.twitter.com/cErcQUPtRh
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) February 25, 2020
بلخوا د نړیوالې یوولس کسیزې لوبډلې مشري د سویلي افریقایي لوبغاړي فاف ډوپلیسي ده، ورسره به کریس ګیل، شیلډن کوټریل، نیکولس پورن، کرن پولارډ، الیکس هیلز، جوني بیرسټو، انډري ټای، میچل میکلنګن، لونګي اینګیډي، برینډن ټیلر او عادل رشید شامل دي.
په یادو سیالیو کې به د پاکستان لوبډلې هیڅ کوم لوبغاړی نه وي شامل، له دې وړاندې د هند کرکټ بورډ غوښتي وو چې د پاکستاني لوبغاړو په ګډون کې دوی برخه نه اخلي، خو پاکستاني لوبغاړي په تجارتي سیالیو بوخت دي.
And here's the World XI squad that will face them
Which side do you think is stronger? pic.twitter.com/3fkZXUhFjx
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) February 25, 2020