افغانستان

امرالله صالح ته د سپکاوي په تور څلوېښت تنه څارنوالۍ ته معرفي شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټيم د لومړي مرستيال امرالله صالح له لوري د دولتي چارواکو په ګډون څلوېښت کسان ده ته د سپکاوي او ښکنځلو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

لويه څارنوالي وايي، د زرغون بهير ګوند مشر او د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح ته د سپکاوي او ښکنځلو په تور څلوېښت کسان څارنوالۍ معرفي شوي دي.

څارنوالۍ وايي، دغه کسان په خواله رسنيو فيسبوک او ټويټر کې ښاغلي صالح ته په سپکاوي او ښکنځلو تورن شوي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي ويلي، په دغو تورنو کسانو کې د دفاع، کورنيو چارو، اقتصاد او لوړو زده کړو وزارت مامورين هم شامل دي.

ښاغلي رسولي زياته کړې، چې د څارنوالۍ مسؤولينو د قانون مطابق ټولو تورنو کسانو ته جلب لېږلی، چې د څېړنو لپاره حاضر شي، خو تر اوسه يوازې دوه تنه حاضر شوي او له دوی لومړنۍ څېړنې روانې دي.

د رسنيو يو شمېر ملاتړو بنسټونو د امرالله صالح دا ډول ګامونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خبريالانو د ژغورنې ادارې مرستيال صديق الله توحيدي ويلي، هېڅوک په افغانستان کې د استبداد حق نه لري، که لوړپوړي مسؤولين پر يو چا تور لګوي، نو بايد د اساسي قانون مطابق وي، نه دا چې د خپل سياسي دريځ څخه په استفاده خلک څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې اجرائيه رئیس مجیب خلوتګر هم د امرالله صالح دا کړنه له اساسي قانونه خلاف بللي او زیاته کړې يې ده، چې عدلي او قضايي ارګانونه بايد دې مسئلې ته پاملرنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
تیره چهارشنبه په ورځ جرمنی مرکز برلین ښار کی د څه کارونو لپاره زموږ په اصطلاح فواید عامه وزارت ته ورغلم.
د وزارت ماڼی خورا لویه ده.اوږده او لنډ دهلیزونه لری،په دهلیزونو کی مربوطه مرجع له ما څخه ورکه شوه.
په یو دهلیز ور برابر شوم چه ګورم یوه څو تنه جرمنیان د دهلیز دروازه په خوله ولاړ په خپل منځ کی په خبرو سره لګیا دی،
چه ور ورسیدم سهار په خیر می ورته وویل ،یو تن چه دروازه سره جوخت ولاړ وه دروازه ته یی لاس ور اوږد کړ دروازه یی خلاصه کړه،چه ورته ځیر شوم ومی پیژند چه دروازه خلاص کونکی د جرمنی فواید عامه وزیر وه،
تشکر می ورڅخه وکړ،
په زړه کی خوشحاله شوم ،چه که افغانستان کی د انسان قدر نشته ،نو دلته غرب جرمن کی خو یی شته.
سټی کنډو پکتیا ګردیز شپونکی ته یوه جرمنی وزیر دروازه خلاصه کړه،افغانستان کی وزیران خلک څارنولی او یا جیل ته په ناحقه معرفی کوی،
دروازه د هم نه ورته خلاصوی،د بوسو خوسکی ورڅخه جوړوی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close