افغانستان

«اشرف غني د لوړې مراسم دوه اوونۍ ځنډوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ کب، ۱۳۹۸ل): یو شمېر رسنۍ وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د عبدالله عبدالله د ټیم له غړو سره لیدلی او هغوی ته یې ویلي، چې د اشرف غني د سولې مراسم به د دوو اونیو لپاره ځنډېږي.

طلوع نیوز په همدې تړاو د خپلو دوو سرچینو له قوله لیکلي، چې د اشرف غني د لوړې مراسم د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پلان شوي وو؛ خو خلیلزاد د عبدالله عبدالله له ټیم سره د لیدنې په مهال ویلي، چې دا مراسم به دوه اوونۍ وځنډېږي.

د راپور په حواله، خلیلزاد ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې عبدالله عبدالله باید د والیانو له ګمارنې لاس واخلي.

نن سهار رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې خلیلزاد له اشرف غني د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې، څو د سولې روان بهیر ته خنډ پېښ نشي.

تر دې دمه په رسمي ډول  دا خبرونه تایید شوي نه دي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو د کمېسیون له لوري د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته د غني او عبدالله تر منځ ناندرۍ روانې دي او هر یو د خپلې بریا ادعا کوي.

عبدالله عبدالله یوازې د بریا په ادعا بسنه نه ده کړې، د موازي حکومت اعلان یې کړی او د ګڼو ولایتونو لپاره یې خپل والیان هم ټاکلي.

څو ورځې وړاندې کله چې اشرف غني د لوړې د مراسمو لپاره د ناستې برابرولو په موخه کمېسیون وټاکه، عبدالله عبدالله هم په دې تړاو ناستې جوړې کړې او د لوړې د مراسمو د ترسره کولو خبر یې ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

دا وحشيان بې کلچره انسانان کله داولس په غم کې دوی او ملګري یې قدرت غواړي ! ! خو بیا کاشکې دا وحشیان په ملتداري او حکومت داري هم پوهیدی دا احمقان غوړې ډوډۍ په پردویو دالر خوري او اولس وژني !! لکه د پادې خره په پردۍ ریشکه مست لغتې وهي !!
تف لانت

ابو عافیه

اولس دهغه اوپيژاني چه دغه علامان اوبلواکي دي.اودي اولس علام دښمن ازادۍ چنګه شوه؟
چه تخليف مراسم د بل په فرمائيش ځنډول کيږي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x