افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: حکومت باید همه شموله وي او تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ګډ حکومت مننه کړې، چې ددوی په غوښتنه یې د «لوړې» مراسم وځنډول.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «موږ د ټاکنو له پایلو، چې د اشرف غني په ګټه اعلان شوې، خبر یو، د ټاکنو په اړه اندېښنې راپورته شوې، موږ هیله لرو، چې په قانوني توګه او د ټاکنو له طرزالعمل سره سم حل ورته پیدا شي.»

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، چې حکومت باید «همه شموله» وي او دټولو افغانانو هیلې پوره کړي او  تر څنګ یې له سیاسي مشرانو  غوښتل شوي، چې په سوله ییزه لاره خپلې غوښتنې مطرح کړې او له تشدد ځانونه وساتي.

امریکا له دې سره، سره د موازي حکومت د جوړولو هڅې ناقانونه بللې او ټینګار یې کړی، چې له هر داسې څه باید ډډه وشي، چې د افغانستان ثبات او خپلواکي له خطر سره مخ کوي.

ددې تر څنګ امریکا سوله له ټاکنو اړینه بللې، بین الافغاني مذاکرات یې په راتلونکې مارچ مارچ میاشت کې پیل کېدونکې بللي او له ټولو لورو یې غوښتي، چې په دې مذاکراتو کې برخه واخلي؛ ځکه ددوی په خبره، د افغانستان د جګړې لپاره یوه سیاسي حل لاره پيدا کول کولای شي، د افغانانو هیلې پوره  او د ټول ملت ګټې خوندي کړي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو کمېسیون له لوري د اشرف غني د بریا تر اعلان وروسته ګڼو نوماندانو د ټاکنو پایله رد کړه.

د عبدالله عبدالله په مشري د «ثبات او همپالنې» ټيم د موازي حکومت د جوړولو ګواښ وکړ او د ځینو ولایتونو لپاره يې والیان هم وټاکل.

په ورته وخت کې اشرف غني او عبدالله عبدالله هر یوه بېل، بېل د لوړې د مراسمو د ترسره کولو لپاره تیاری پیل کړی وو او تمه داسې وه، چې د اشرف غني د لوړې مراسم راتلونکې پنجشنبه ترسره شي؛ خو د «خلیلزاد» په غوښتنه دا مراسم تر راتلونکو دوو اونیو وځنډېدل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

ده بادار ئ دا کار ده ستاېنی ده ، دا ماران او لړمان چې دوئ راته شه وپړسول باېد مهار ئ هم کړېڅکه چې ده دوئ ده حکم څخه سرغړوه نه نه شی کوه لاې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close