افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: د ټاکنو اندېښنې دې حل کړل شي او سیاسیون دې د سولې پروسې د ملاتړ لپاره سره یو شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، سیاسیون دې د افغان سولې پروسې د ملاتړ په موخه سره یو شي او په دې حساس پړاو کې دې له داسې ګامونو اخستلو ډډه وکړي، چې شته بحران پراخوي.

د ناټو سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو د کمېسیون له خوار د اشرف غني مخکښ اعلانېدو ته اشاره شوې؛ خو پرته له دې چې غني ته په دې تړاو مبارکي ورکړل شي، ویل شوي « د ټاکنو په تړاو راپورته شوې اندېښنې باید د یوه قانوني طرزالعمل مطابق حل کړل شي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې ټول افغان سیاسیون باید له داسې ګامونو پورته کولو ډډه وکړي، چې د افغانستان ثبات ته زیان اړوي او شته بحرانونه نور هم پراخوي.

د ناټو د اعلامیې له مخې، په دې حساس پړاو کې سیاسي جوړښتونه باید د ملي وحدت په څرګندولو سره د سولې پروسې ملاتړ وکړي، کومه چې د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

ناټو داسې مهال په افغان سیاسیونو د متحد کېدلو غږ کوي، چې د  ټاکنو په وروستیو پایلو کې د اشرف غني د بریا اعلان سیاسي فضاء کړکېچنه کړې.

ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو ډلو وروستۍ پایلې رد کړې، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټيم د موازي حکومت جوړولو غږ کړی او د ځینو ولایتونو لپاره یې خپل والیان هم ټاکلي.

په ورته وخت اشرف غني او عبدالله عبدالله بېل، بېل د لوړې د مراسمو ترسره کولو ته تیاری کاوه او تمه وه، د اشرف غني د لوړې مراسم راتلونکې پنجشنبه ترسره شي؛ خو د امریکا له غوښتنې سره سم دا مراسم پنځلس ورځې وځنډېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx