ټرمپ: د کشمير جنجالي موضوع په اړه منځګړيتوب ته تيار يم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د خپل سفر په پای کې يوې خبري غونډې ته وويل، د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير جنجالي موضوع په اړه منځګړيتوب ته تيار دی.

ټرمپ زياته کړه: «کشمير له تېرې اوږدې مودې راهيسې د خطرناکو ازغيو په څېر جنجالي موضوع ده او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره بايد ټول لوري کار وکړي.»

د امريکا ولسمشر په دغه خبري ناسته کې د هند او پاکستان ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي او د پاکستان لومړي وزير عمران سره ښې اړيکې لري.

ټرمپ وويل، هند له ترهګرۍ سره مبارزه کړې او په ورته وخت کې يې وړانديز کړی، چې د کشمير په اړه د پاکستان او هند ترمنځ منځګړيتوب ته تيار دی.

د يادونې وړ ده، چې هند د کشمير په اړه سخت دريځ لري، هر وخت، چې کوم هېواد په دې اړه د درېيمګړتيا وړانديز کړی، هند رد کړی دی.

هندي چارواکي هيله من وو، چې نوي ډيلي ته د ټرمپ د سفر پر مهال به ستر سوداګريز تړونونه لاسليک شي، خو هېڅ سوداګريز تړون لاسليک نه شو.

د سوداګريزو تړونونو د نه لاسليکېدو لامل تر دې وړاندې هم روښانه و؛ ځکه چې څه موده وړاندې ولسمشر ټرمپ پر هندي مصنوعاتو تعارفې لګولې وې او په مقابل کې يې هند هم پر ۲۸ امريکايي منصوعاتو ماليې ولګولې.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close